د کرنې وزارت سرپرست هرات ته ورسېد

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۲ - ۱۷:۱
سرپرست وزارت زراعت وارد هرات شد
 
۱۲ تله ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، ددې وزارت د مشرتابه په توګه د لومړي ځل لپاره هرات ته سفر وکړ.
د کرنې وزارت سر پرست د هرات له چارواکو سره د ليدنې ترڅنګ له جهادي مشر اسماعيل خان او د هېواد دلوېديځې حوزې د علماوو د شورا مشر مولوي خدایداد صالح سره وکتل.
بلخوا ښاغلی احدي سره په کتنه کې د هرات سيمه ييز چارواکي، صنعتکاران، سوداګر او د ولسي جرګې يوشمېر استازي شتون درلود.
په دې ليدنه کې د هرات سرپرست او مرستيال والي نوراحمد حيدري وويل، چې په هرات کې د توليد وړتيا ډېر ده، خو د هرات دکرنې د پراختيا لپاره اړين ده، چې د هرات په ولايت کې د اوبولګولو او د کرنې د پراختيا په برخه کې ډېرې پروژې پلي شي.
په ولسي جرګه کې دخلکو استازی نذيراحمد حنفي هم وويل، چې زعفران، پسته، انګور او انځر ددې ولايت مهم کرنيز توکي دي او د هرات د بڼوالو او بزګرانو د توليد د ودې او عوايدو زياتولو په پار بايد ډېرې پروژې پلي شي.
د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خان جان الکوزی په هرات کې د کرنيزو توليداتو کچه ښه وبلل او وويل، چې د هوايي دهلېزونو له لارې د توليدي مېوو د پر وخت صادراتو په پار دې بايد د هرات په هوايي ډګر کې يوه لويه سړه خونه جوړه شي.
په پای کې د کرنې وزارت سرپرست او نوماند وزير ډاکټر انوارالحق احدي هرات ته د کرنې دسرپرست وزير په توګه له خپل لومړني سفر څخه خوښي وښود او وويل، چې سږ کال په هرات کې د څه باندې ۱۰۲ ميليارډه افغانيو په ارزښت کرنيزې پروژې پلي شوي دي او راتلونکی کال به د اړتيا وړ برخوته ډېره پاملرنه ووشي.
ښاغلی احدي وويل، چې راتلونکی کال به د توليد د پراختيا ترڅنګ د کورني او بهرني بازارموندنې پر زياتوالي هم کار کېږي.
ټاکل شوې، چې د ښاغلي احدي په دې سفر کې يوشمېر پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي او د يوشمېر پروژو د بنسټ ډبره هم کېښودل شي. کومې پروژې چې، ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي د اوبولګولو، د خصوصي شرکتونو له خوا دمحصولاتو پروسس او د کرنيزو محصولاتو اړونده پروژې دي.

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

بازگشت