ننګرهار کې په یو شمېر بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي ووېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۹ - ۱۱:۱۲
ننګرهار کې په یو شمېر بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي ووېشل شوې
 
۹ تله ۱۳۹۹
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د کوټ، رودات، اچین، چپرهار، شېرزاد او خوګیاڼو ولسوالیو په ۶۴۰ بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي وېشل شوي دي.
دغه توکي، د کرنې وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې « CBARD» په همکارۍ په هغو بڼوالو وېشل شوي دي، چې دیادې پروژې له خوا ورته د مېوو بڼونه هم جوړ شوي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دغو وېشل شویو توکو کې د دوا شیندنې « PRR»پمپ، د ښاخبری لوی او واړه قیچې، د ښاخبری اره، عینکې، دستکشې، موزې، د حاصلاتو راټولولو توکي او یوشمېر نور اړین توکي شامل دي، چې د عصري بڼوالۍ د ترویج په موخه پر بڼوالو وېشل شوي دي.
ددغو مرستو د وېش موخه د بڼوالو ملاتړ او اقتصادي پیاوړتیا، د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو توکو دودول او په دې ولایت کې د بڼوالۍ د محصولاتو معیاري کول دي.
د ننګرهار دکرنې ریاست هلې ځلې کوی، چې د بڼوالۍ د عصري توکو په وېش او روزنیزو پروګرامونو سره د بڼوالو وړتیا لوړ او د دوی د بڼونو محصولات ډېر او ښه کړي، چې هم د بڼوالو عواید زیات شي هم بزګران مشروع کرکېلي ته مخه کړي.
له دغو توکو څخه برخمن شوي بڼوال د کرنې وزارت له هلوځلو څخه د منني ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د بڼوالۍ د حاصلاتو د زیاتوالي په پار هلې ځلې کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
Background image

پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو حاصلات ډېر شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په روان کال کې له دې ولایت څخه له ۲۰۴۰ متریک ټنه زیات دګیلاسو حاصلات ترلاسه شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۱۱
Background image

د وچکالۍ پر وړاندې د اسلامي امارت عملي ګامونه؛ روزګان کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د چک ډېم چارې پیل شوې

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځانګړې بودیجې په لګښت د روزګان ولایت د ترینکوټ اړوند د ناقیل په سیمه کې د اوبو د مهار او د وچکالۍ د. . .

بازگشت