هلمند کې ۱۲۰۰ مټریک ټنه د غنمواصلاح شوي تخمونه تولید شوي دي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۷ - ۱۱:۳۱
هلمند کې ۱۲۰۰ مټریک ټنه د غنمواصلاح شوي تخمونه تولید شوي دي
۷ تله ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د غنمو د اصلاح شویو تخمونو له کروندو څخه سږکال یو زر او ۲۰۰ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه تولید شوي دي.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې په دې ولایت کې د غنمو د اصلاح شوي تخمونو د تولید په موخه د غنمو اووه بېلابېل ډولونه یا ورایټۍ کرل شوي ؤ، چې له دغو کروندو څخه یو زر او ۲۰۰ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه، چې ۱۲۰ مټریک ټنه یې بنیادي او ۱۰۸۰ مټریک ټنه یې تصدیقي دي تولید شوي دي.
د ښاغلي الکو په خبره ټول یو زر او ۲۰۰ مټریک تصدیق شوي تخمونه په لابراټوار کې تجزیه شوي، په بوجیو کې یې ټګ نمبرونه نصب او سرټفکیټونه ورته ورکړل شوي دي.
د هلمند دکرنې رییس دغه راز وویل، چې په دې ولایت کې د یوزر او ۲۰۰ مټریک ټنه اصلاح شویو غنمو له ډلې به ۸۵۰ مټریک ټنه یې ددې ولایت په بزګرانو او ځمکوالو او پاتې نور به یې یوشمېر نورو ولاییتونو ته ولېږدول شي.
د هلمند دکرنې ریاست د تخمونو د اصلاح، ترویج او تکثیر په برخه کې کار کوي ترڅو له همدې لارې بزګرو ته سالم او ښه کیفیت لرونکيتخمونه ورسوي چې له مخې به یې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت