د غنمو سږني حاصلات څه باندې ۵.۱ میلیون ټنو ته ورسېد

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۰ - ۱۵:۲۵
حاصلات گندم امسال به بیش از ۵.۱ میلیون تن رسید

د کرنې وزارت او د ملي احصایي د ادارې ګډ سروې:
د غنمو سږني حاصلات څه باندې ۵.۱ میلیون ټنو ته ورسېد

۳۰ وږی ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د ملي احصایي او معلوماتو ادارې د یوې ګډې سروې پایله ښیي، چې روان کال د غنمو حاصلات ۵.۱ میلیون مټریک ټنو ته رسېدلې ده.
د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس او ویاند اکبر رستمي وایي، چې د ټولیزو حاصلاتو له ډلې ۴.۰۳ میلیونه مټریک ټنه یې له اوبیزو کروندو او ۱.۱۵ میلیون مټریک ټڼه یې له للمي کروندو څخه په لاس راغلي دي. دغه سروې په ۳۰ ولایتونو، ۱۷۷ ولسوالیو او ۸۸۵ کلیو کې تر سره شوې ده.
ښاغلی رستمي وایي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وازرت او د احصایي او معلوماتو ملي ادارې د ګډ سروې پر بنسټ تېر کال د غنمو د تولید کچه ۴.۹ میلیون ټڼه وه، چې سږني حاصلات نږدې ۲۰۰ زره مټریک ټنه زیاتوالی ښیي.
د تېرکال په پرتله په روان کال د غنمو د ټولیز تولید د کچې د زیاتوالي لامل د غنمو د کروندو زیاتېدل او د للمي کروندو د تولیداتو زیاتوالی دي.
روان کال د غنمو اوبیزې کروندې ۱.۶۱ میلیون هکټار او للمي کروندې ۱.۰۵ میلیون هکټارو ته لوړه شوې ده.
تخار، هرات، کندهار، هلمند، کندز او غزني په ترتیب سره په روان کال کې تر ټولو زیات غنم تولید کړي دي. دغه راز پنجشیر، نورستان، غور، پکتیا، نیمروز او کاپیسا په ترتیب سره تر ټولو لږ غنم تولید کړي دي.
د وروستي سروې له مخې افغانستان ۷.۳ میلیون هکټاره کرنیزې ځمکې لري، چې له دې ډلې ۳.۴ میلیون هکټاره کې یې کرکېله کیږي. د کرکېلي وړ ځمکو له ډلې ۲.۳ میلیون هکټاره یې اوبیزې دي او نږدې یو میلیون یې د للمي په ډول کرل کیږي.
د یادولو ده، چې د افغانستان ۳۲.۹ میلیونه وګړي د کال ۶.۴۹ مټریک ټه غنمو ته اړتیا لري.
باید وویل شي، چې دغه سروې د «ریموت سینسنگ» له ټکنولوژۍ او د جغرافیایي معلوماتو سیسټم او فضایي انځورونو «sentinel»څخه په استفادې چې د ۱۰ متره ځېرنې وړتیا لري تر سره شوې ده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۸
Background image

د کرنې وزیر په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل

۳۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري دخپل کار په دفتر کې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۲۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۳۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي مسوولینو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۲۲
Background image

ننګرهار کې د شیدو راټولولو څلورو مرکزونو سره د ۲۰ زره ډالرو په ارزښت د وسایلو مرسته وشوه

۳۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ،. . .

بازگشت