هلمند کې د ۱۵۵ عصري ممیزخونو رغنیزېچارې د بشپړېدو په درشل کې دي

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۱۳:۸
هلمند کې د ۱۵۵ عصري ممیزخونو رغنیزېچارې د بشپړېدو په درشل کې دي


۲۷ وږی ۱۳۹۹
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د ۱۵۵عصري ممیزخونو رغنیزې چارې بشپړېدو په درشل کې دي او د یوې اوونۍ په ترڅ کې به یې رغنیزې چارې بشپړ او د انګورو بڼوالو په واک کې به ورکړل شي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې دغه عصري ممیزخونې ددې ولایت په مرکز لښکرګاه، نادعلي، ناوې، ګرمسیر، مارجې او نهرسراج ولسوالیو کې جوړیږي.
ښاغلی الکو وویل: «هلمند هر کال زرګونه ټنه انګور توليدوی، پر دې سربېره چې تازه انګور خرڅوي، د انګورو د وچولو او ممیزو لپاره هم عصري ممیز خونو ته اړتيا لري، چې دغه اړتيا اوس د کرنې وزارت له خوا پوره کیږي.»
یاد ممیزخونې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د ممیزخونو د صنعت د ترویج، د بڼوالو د اقتصاد لوړولو او د انګورو باغونو د محصولاتو د ارزښت لوړولو په پار په معیاري او اسټنډرد ډول جوړیږي. ددې ترڅنګ دغه ممیز خونې د معیاري او ښه کیفیت لرونکي ممیزو د تولید لامل کیږي او همداراز د انګورو د ضایعاتو مخه نیسي.
په هلمند کې تر دې وړاندې هم د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» او مرسي کورپ موسسې په مالي همکارۍ ۲۷ عصري ممیزخونې جوړ او د انګورو بڼوالو په واک کې ورکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۴۵
Background image

ننګرهار کې ۸۰ مالدارانو ته د پسونو د چاغوالي په موخه متراکمه خوراکه ووېشل شوه

۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د ننګرهار په څلورو ولسوالیو کې ۸۰ تنو مالدارانو ته د پسونو د چاغوالي او د مالدارۍ د تولیداتو د زیاتوالي په موخه متراکمه خوراکه ورکړل شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۴۳
Background image

د نورستان کانتیوا ولسوالی کې پر لسګونو مالدارانو وزې، د څارویو خوراکي توکي او درمل ووېشل شول

۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د بدیل معیشت د پروګرام په چوکاټ کې د مالدارۍ د سکتور د ودې، د مالدارانو د اقتصادي پیاوړتیا او د حیواني محصولاتو د زیاتوالي په موخه، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۴۰
Background image

د خوست ځاځي میدان ولسوالی کې د ځنګلونو د ارزښت او ساتنې په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو د «افرین» مؤسسې د کارکوونکو له لوري د ځاځي میدان ولسوالی د عازه غونډۍ سیمې. . .

بازگشت