د ننګرهار په شیرزاد کې ۶۶ شنې خونې جوړې شوي دي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۹:۴۳
د ننګرهار په شیرزاد کې ۶۶ شنې خونې جوړې شوي دي
 
۸ زمری ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ننګرهار په شیرزاد ولسوالۍ کې د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو د دودولو او د کوکنارو د کرکېلي او تولید د مخنیوي په پار ۶۶ شنې خونې جوړې کړي، چې له دې ډلې ۳۰ لویې شنې خونې نارینوو او ۳۶ کوچنۍ شنې خونې ښځینه بزګرو ته جوړې شوي دي.
په كرنيز سيسټم كې له شنو خونو څخه لاسته راغلي حاصلات ګټور، خوندور او په بازار كې هم ډېره ګټه د کروندګرو په برخه کوي.
له دغو شنوخونو څخه برخمن شوي کروندګر وایي، چې له خپلو شنوخونو څخه په یو کال کې څو ځلې حاصل راټولوي او په لږ خواری سره ډېره ګټه تر لاسه کوي.
شنې خونې، چې د حرارت د کنټرول لپاره له پلاستيكه جوړېږي، اوس د شیرزاد ولسوالۍ د بزګرانو لپاره د سرو زرو د خزانو ارزښت لري. دوى وايي، د شنوخونو په پراختيا سره کولای شي، چې دخپل ولسوالۍ د اړتیا وړ سابه تولید او ان د ننګرهار نورو ولسوالیو ته هم وخت په وخت كرنيزې توکي ورسوي.
د کرنې وزارت له خوا دغه شنې خونې په هرموسم کې د تازه سبو د تولید او په لویه کچه د خوړو خوندیتوب او په مېندو او ماشومانو کې د خوارځواکی د مخنیوي په موخه جوړې شوي دي. دغه شنې خونې کورنیو ته دا زمینه هم برابروي، چې د خپلو سبو د پلور له لارې ښه عواید تر لاسه کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۵:۱۴
Background image

دمیدان وردګو د بهسودو لومړی حصې ولسوالی د سربند جوړولو چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۹ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنیزو ځمکو د خړوبولو، د اوبو د مدیریت او د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ په موخه، د میدان وردګو ولایت د بهسودو لومړی حصې ولسوالی د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۵:۵
Background image

پکتیکا کې ۳۹۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او ۳۹۰ مټریک ټنه کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د بزګرانو د اقتصادي ملاتړ، د غنمو د تولید او حاصلاتو د زیاتوالي او د خوړو خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د پکتیکا ولایت په اوو ولسوالیو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۴:۷
Background image

د کرنیزو څېړنو او مسلکي روزنې په موخه د خوست د جوارسل په څېړنیز فارم کې فعالیتونه ترسره شول

۱۹ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنیزو څېړنو پیاوړتیا، د اصلاح شویو تخمونو د تولید زیاتوالي او د کرنې او وترنرۍ م زده کړیالانو د مسلکي مهارتونو لوړولو په موخه، د خوست. . .

بازگشت