د پکتیا په مرکز کې یوشمېر بزګران وروزل شول

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۰ - ۱۱:۵
د پکتیا په مرکز کې یوشمېر بزګران وروزل شول
۱۰ چنګاښ ۱۳۹۹
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د مرکز ګردیز اړوند د ملک خېلو یو شمېر بزګرانو ته د غنمو د حاصل ټولولو ښې او غوره لارې چارې ور وښودل شوې او دغه راز دوی ته د غنمو پر اهمیت او د کتار او محلي کرنې تر منځ پر توپیرونو خبرې وشوې او د حاصل د تفاوت د سمپلګیري په ډول بزګرانو ته ور وښودل شول.
باید وویل شي، چې په دې ولایت کې د غنمو اصلاح شوي تخمونو وېش، بزګرانو ته روزنه او د کتار په ډول د غنمو کرکېله ددې لامل شوې وه، چې تېر کال ددې ولایت دغنمو حاصلات ۳۰ سلنه لوړ شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت