د پروان د بادرنګو حاصلات ۱۶ سلنه زیاتوالی ښیي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۵ - ۱۰:۵۵
د پروان د بادرنګو حاصلات ۱۶ سلنه زیاتوالی ښیي
۴ چنګاښ ۱۳۹۹
د پروان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وړاندوینې ښیي، چې سږ کال ددې ولایت د بادرنګو حاصلات په ۱۶ سلنې لوړوالي سره دوه زره او ۵۵۷ مټریک ټنو ته رسیږي.
د پروان د کرنې ریاست مشر عبدالوهاب خیرزاد وايي: «سږکال د بادرنګو د کرکېلي د سیمو زیاتوالي، بزګرانو ته فني او مسلکي لارښوونې، د نباتي افتونو او ناروغیو کنټرول او د اقلیمي شرایطو ښه والي ددې لامل شوي، چې ددې ولایت د بادرنګو حاصلات زیات شي.»
ښاغلی خیرزاد زیاته کړه، چې سږ کال ددې ولایت په ۸۲۵ هکټاره ځمکه بادرنګ کرل شوې، چې له دغو کروندو څخه به نږدې دوه زره او ۵۵۷ مټریک ټنه بادرنګ تر لاسه شي. د هغه په خبره، تېر کال ددې ولایت په ۷۶۵ هکټاره ځمکه بادرنګ کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه دوه زره او ۱۳۰ مټریک ټنه حاصل تر لاسه شوې وه.
عبدالوهاب خیرزاد وایي، چې د بادرنګو د کرکېلي د سیمې پرتله ښیي، چې سږکال د پروان ولات د بادرنګو کچه ۱۶ سلنه زیاتوالی لري.
په همدې حال کې د پروان ولایت د مرکز اړوند د «دادو» کلی اوسیدونکی نورالدین وایي، چې د بارنګو سږني حاصلات ښه او د پام وړ دي. هغه چې په ۴۰۰ متر مربع شنه خونه کې بادرنګ کرلي وایي: «د بادرنګو سږني حاصلات ښه او د پام وړ زیاته شوې ده. د وري له ۱۶ ام څخه تر دې دمه بادرنګ ټولوو او ۷ کیلو بادرنګ په ۱۷۰ افغانیو خرڅوو.»
د پروان ولایت بادرنګ ځانګړي نوم لري او د چاریکار د بادرنګو په نوم مشهور دي. د چاریکار بادرنګ ځانکړی خوند او عطر لري، چې د کابل او په سیمه ییزو مارکېټونو کې ورته تقاضا ډېره ده او ډېره برخه یې د کابل-شمالي پر لویه لار د مسافرو له خوا پېرل کیږي.
د پروان د مرکز اړوند د «تیلانجي» کلي اوسیدونکی سید امیر چې په خپل یوه جریبه ځمکه کې بادرنګ کرلی وایي: «د چاریکار بادرنګ ځانګړی شهرت لري، په داسې حال کې، چې فارمي بادرنګ په کیلو خرڅیږي، موږ یوه دانه بادرنګ په درې افغانۍ خرڅوو، د نورو بادرنګو په پرتله زموږ بادرنګو پېرلو ته د خلکو لېوالتیا زیاته ده.»
د سبو د کرکېلي او تولید په هکله بزګرانو ته سلا مشورې ورکول، نباتي افتونو او ناروغیو سره د مبارزې لارې چارې ښودل، د کرنې وزارت اړوند د بېلابېلو پروژو له خوا د شنوخونو جوړول هغه اساسي کړنې دي، چې د پروان د کرنې ریاست هر کال په دې ولایت کې د بادرنګو او نورو سبو د تولیداتو د زیاتوالي په موخه پلي کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د هلمند سنګین ولسوالۍ کې د کرنیزو ځمکو د بیا احیا لپاره د زهکشۍ کانال د پاک‌کارۍ پروژې پرانیسته

۴ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالی کې د کرنیزو ځمکو د بیا احیا په موخه د کانال او زهکشۍ «اوبوایستلو» د پاک‌کارۍ پروژه د کرنې، اوبو لګولو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۵۵
Background image

فراه او هلمند ولایتونو کې د کرنې او مالدارۍ له شرکتونو او ټولنو څخه د کرنې وزارت د پلاوي لیدنه

۴ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست یو پلاوی د دغه ریاست د رییس قاري محمد اکبر امیني په مشرۍ، په فراه او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۲۹
Background image

د کندزعلی‌آباد کې د څارویو د واکسین کمپاین او د مالدارۍ د حمایوي وسایلو وېش تطبیق

۴ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د آغاخان دفتر ددې ولایت د علی‌آباد ولسوالی کې د څارویو د واکسین یو پراخ. . .

بازگشت