هلمند کې د ۱۹۹ کرنیزو پروژو چارې پیل شوې

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۸ - ۱۱:۵۷
هلمند کې د ۱۹۹ کرنیزو پروژو چارې پیل شوې
۱۷ غبرګولی ۱۳۹۹
د هلمند ولایت بزګرانو او بڼوالو لپاره د ۱۹۹ کرنیزو پروژو چارې، چې په کې ۱۵۵ ممیزخونې او د پیازو ۴۸ صفر انرژۍ سړې خونې شامل دي، نن شنبه د ۱۳۹۹ یم کال د غبرګولې په ۱۷ نېټه پیل شو.
دغه پروژې د بزګرانو د کرنیزو محصولاتو د ښه مدیریت په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د پراختیایي شوراګانو له لارې د دوو میاشتو په لړ کې پلي کیږي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې ددغو پروژو په پلي کېدو سره د بڼوالو او بزګرانو انګور او پیاز په ښه ډول مدیریت کیږي او مناسب وقت کې د پلور لپاره چمتو کیږي.
ددغو پروژو ۹۰ سلنه لګښت د کرنې وزارت له خوا او ۱۰سلنه نور یې د بڼوالو او بزګرانو له خوا ورکول کیږي.
په هلمند کې ممیزخونې او د پیازو زېرمتونونه جوړول ددې ترڅنګ چې د بڼوالو او بزګرانو د یادو محصولاتو د پلور لپاره مناسبه زمینه برابروي او د دوی اقتصادې ودې ته لار هواروي، د کوکنارو د کرکېلي د کچې په ټېټولو کې هم رغنده رول لوبوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت