د کرونا په پېر کې د صادراتي کرنیزو تولیداتو د مدیریت د طرحې پلي کېدل پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۴ - ۱۲:۱۱
تطبیق طرح «مدیریت تولیدات صادراتی زراعتی در دوره‌ی کرونا» آغاز شد


۱۴ غویی ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرونا ویروس د خپرېدو په خاطر د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د ممنوعیت په صورت کې د یوې طرحې تطبیق پیل کړ چې پر بنسټ یې د نږدې ۵۰ سلنه کرنیزو توکو او په ځانګړې توګه هغه محصولات، چې په تېرو کلونو کې صادرېدل د خوسا کېدو مخه نیول کیږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پار د کرنې وزارت د برنامو د جزیاتو په وړاندې کولو سره وویل، چې ددې طرحې د پلي کېدو کار سر له سبا پیلیږي او د مالي کال تر پایه به بشپړ شي. ښاغلي غفوري، چې نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوې خبري کنفراس ته خبرې کول وویل: «د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرونا ویروس په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د ممنوعیت ستونزې ته د ځواب ورکولو په پار سر له سبا د یوې طرحې پلي کول پیلوي، چې پر بنسټ یې د صادراتي کرنیزو تولیداتو د یوې لویې برخې د خوسا کېدو او ضایع کېدو مخه نیسي.»
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال دغه راز وویل، چې د کرونا ویروس خپرېدل د ډېرو هېوادونو ترمنځ صادرات، سوداګرۍ او ترانزیټ له ستونزو سره مخ کړي دي. د هغه په خبره، د شته وضعیت دوام او په افغانستان کې د عمده مېوو د راټولولو فصل ته نږدې کېدل، به د یوشمېر بزګرانو او د کرنیزو محصولاتو د تولیدوونکو د اندېښنې لامل شوي وي. ښاغلی غفوري وایي، چې د کرنې وزارت د دغو اندېښنو او ستونزو د هوارولو او د صادراتي کرنیزو محصولاتو د خوساکېدو او ضایع کېدو د مخنیوي په پار سر له سبا د یوې طرحې تطبیق پیلوي.
د هغه په خبره،  په دې طرحه کې اووه عمده فعالیتونه له ډلې پر حکومتي بنسټونو د کرنیزو محصولاتو د پلور په پار د قراردادونو لاسلیک، د اضافي محصولاتو پروسس، په هغو ولایتونو کې چې ډېر انګور تولیدوي په بېړني ډول د څلور زره او ۹۳۲ ممیزخونو جوړول، چې هر یوه یې ۱۶ مټریک ټنه وړتیا لري، د پیازو او کچارو ۱۴ زره او ۶۳۳ زېرمتونونه جوړول چې هر یو یې پنځه تر لس ټنه وړتیا لري، د تازه مېوو د ساتنې په پار د سارک مډل ۸۸۴ صفر انرژۍ سړې خونې جوړول چې هر یو یې د ۲۵ مټریک ټنو په وړتیا جوړیږي، د مېوو اوسبو زر وچوونکي دستګاوې چمتو کول او د کرنیزو محصولاتو په تعرفو کې بدلونونه شامل دي.
حشمت الله غفوري وایي، چې ددې طرحې پلي کول ۱۳.۷ میلیارډه افغانۍ لګښت لري، چې ددې لګښت ۱۰ سلنه د بزګرانو په ونډې سره تمویلیږي. په دې طرحه کې شاملې پروژې په کلیو کې د پراختیایي شوراګانو له خوا پلي کیږي.
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د غه راز وویل، چې په تېرو کلونو کې نږدې ۷۹ سلنه ووچې مېوې او ۲۱ سلنه تازه کرنیز محصولات له افغانستان څخه بهر ته صادرېدل.
د کرونا ویرس د خپرېدو له ناورین څخه د وتو په موخه د کرنې وزارت نوي طرحه د روان مالي کال تر پایه پلي کيږي او هغه ولایتونه تر پوښښ لاندې نیسي، چې تر ډېره په طرحه کې شامل کرنیز محصولات تولیدوي.
ددې طرحې ټولیزه بودیجه څه باندې ۱۳.۷ میلیارډه فغانۍ ده، چې تر دې دمه د مالیې وزارت له خوا نږدې اته میلیارډه یې د کرنې وزارت په واک کې ورکړل شوې ده.
ددې طرحې د پلي کېدو په لړ کې، ۱۹۱ زره او ۶۷۰ کسانو ته لنډمهالې دندې او ددې طرحې د تطبیق په بشپړېدو سره ۶۰ زره او ۳۰۹ کسانو ته د تلپاتې دندې زمینه هم برابیږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت