هلمند کې د نیالګیو اېښودو کمپاین د«یو نیال د ځان او یو نیال د سولې لپاره» تر شعار لاندې پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۱ - ۱۸:۴۸
هلمند کې د نیالګیو اېښودو کمپاین د«یو نیال د ځان او یو نیال د سولې لپاره» تر شعار لاندې پیل شو

۲۱ کب ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د کب شلمه، د نیالګیو اېښودو ملي ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه. ددغو مراسمو په ترڅ کې، چې دکب په شلمه نېټه په لاره اچول شوې وه د هلمند والي تورنجنرال محمدیاسین خان، د کرنې رییس زلمی الکو، مدنې ټولنو، قومي مشرانو، ژورنالستانو او ځوانانو له خوا نیالګي کېنول شول او د نیالګیو اېښودو کمپاین هم د«یو نیال د ځان او یو نیال د سولې لپاره» تر شعار لاندې پیل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د هلمند والي تورنجنرال محمدیاسین خان، د هلمند ولایت له اوسیدونکو غوښتنه وکړه، چې هر یوه یې یوه نیالګی د ځان او یو نیال د سولې لپاره کېنوي، ترڅو هېواد مو زرغون او د سولې، ورورۍ او اخوت پیلامه شي.
په همدې حال کې د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وویل، ددې لپاره چې هلمند یو ګرمسېر ولایت دی، د نیالګیو اېښود لړۍ په کې د سلواغې له ۱۰ پیل او د کب تر پایه ادامه لري.
ښاغلی الکو وویل، چې له دولتي نرسریو څخه د ۱۲۳زره او ۲۱۰ بېلابېل زینتي نیالګیو د وېش لړۍ مخکې پیل شوې او دا لړۍ روانه ده.
زلمي الکو دغه راز وویل، چې سږکال به ددې ادارې له خو په مرکز لښکرګاه او ددې ولایت په ۷ ولسوالیو کې نږدې دوه زره جریبه د مېوو نوي سوداګریز بڼونه هم جوړ شي، چې تر دې مهال یې نږدې ۱۱۳۱ جریبه بڼونه جوړ شوي او د نورو بڼونو د جوړولو چارې هم روانې دي.
د هلمند ولایت د کرنې ریاست ددې ولایت له خلکو غواړي، چې په دې کمپاین کې ونډه واخلي او د ونو او نیالګیو ساتنې او څارنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت