ننګرهار کې ۳۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیز وسایل ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۵:۵۹
ننګرهار کې ۳۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیز وسایل ووېشل شول

۲۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مومندرې، لعلپورې او اچین ولسوالیو کې ۳۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیز وسایل ووېشل شول.
د ننګرهار د کرنې ریاست د پلان، برنامو د همغږۍ او خصوصي سکتور د پراختیا مدیر، انجینر عطاالحق بشري وویل، چې هر مستحق بزګر ته د یوه جریب ځمکې د کرنې لپاره ۲۵ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۲۵ کیلوګرامه توره سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ورکړل شوه.
نوموړي زیاته کړه، چې د کرنیزو توکو ترڅنګ هر بزګر ته د کرنیزو چارو د اسانتیا په موخه بېلچه، پنجي‌کش، تسکوره او لور هم وېشل شو.
د ښاغلي بشري په وینا، یادو بزګرانو ته د غنمو د سم کښت، کرنیزو عملیاتو، د سرې د مناسب استعمال، د ناروغیو د مخنیوي، د هرزه وښو د کنټرول، اوبولګولو او نورو اړوندو برخو کې روزنه هم ورکړل شوې ده، څو له شته امکاناتو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي او خپل کرنیز حاصلات زیات کړي.
د دې مرستندویه پروګرام موخه د بزګرانو ملاتړ، د اصلاح شویو تخمونو ترویج، د کرنیزو تولیداتو زیاتوالی او د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا ده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۵:۵۹
Background image

ننګرهار کې ۳۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیز وسایل ووېشل شول

۲۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د غنمو ۶۱۴ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې

۲۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۶ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ترویج عمومي ریاست د غله‌جاتو او صنعتي نباتاتو د پراختیا ریاست د ۱۴۰۵ کال د پراختیایي او ترویجي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۴:۵۳
Background image

د میدان وردګو جلریز ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنیزو او پراختیایي پروژو چارې په چټکۍ روانې دي

۲۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۶ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق

د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د همکارې مؤسسې له لوري، د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د. . .

بازگشت