غزني کې د پنځو زرو نیالګیو د کېنولو او ۱۵ لویو شنو خونو د جوړولو په اړه خبرې وشوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۴۰
غزني کې د پنځو زرو نیالګیو د کېنولو او ۱۵ لویو شنو خونو د جوړولو په اړه خبرې وشوې

۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمداسماعیل شکیب، د چاپېریال ساتنې مؤسسې او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یوان‌ډي‌پي» له استازو سره د پنځو زرو غیرمثمر نیالګیو د کېنولو، د ۱۵ لویو شنو خونو د جوړولو او د کرنیزو او چاپېریالي پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې وکړې.
دغه لیدنه د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مقر کې ترسره شوه، چې په کې د چاپېریال ساتنې مؤسسې مسؤل انجنیر فیروز او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازو نصرت‌الله پردیس او انجنیر جوهر ګډون کړی و.
د لیدنې په پیل کې د غزني د کرنې رییس مولوي محمداسماعیل شکیب د یادو بنسټونو استازو ته ښه راغلاست ووایه او په دغه ولایت کې یې د کرنیزو او پراختیايي پروژو د پلي کېدو په برخه کې د هغوی د همکاریو ستاینه وکړه.
نوموړي د کرنې د ودې، د طبیعي سرچینو د ساتنې، د چاپېریالي وضعیت د ښه والي او د کرنیزو پروژو د اغېزمن پلي کېدو لپاره د ګډې همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د اړوندو ادارو او همکارو بنسټونو ترمنځ دوامداره همغږي کولای شي د پراختیايي پروژو د بریالي تطبیق او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره غوره زمینه برابره کړي.
د لیدنې پر مهال د چاپېریال ساتنې مؤسسې مسؤلینو وویل، چې پلان لري پنځه زره غیرمثمر نیالګي د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته وسپاري، څو د یاد ریاست په همغږۍ او لارښوونه په مناسبو او ټاکل شویو سیمو کې کېنول شي.
د دغو نیالګیو د کېنولو موخه د شنو ساحو پراختیا، د چاپېریال ساتنې پیاوړتیا، د هوا د ککړتیا کمول او د طبیعي ښکلا زیاتوالی بلل شوی دی.
همدارنګه، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یوان‌ډي‌پي» استازو څرګنده کړه، چې په غزني ولایت کې د ۱۵ لویو شنو خونو د جوړولو پلان لري، څو د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا، د سبو د تولید د زیاتوالي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره مناسبې اسانتیاوې برابرې شي.
د غزني د کرنې رئیس د یادو پروګرامونو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست به د خپلو صلاحیتونو او شته امکاناتو په چوکاټ کې د دغو پروژو د پلي کېدو، اړینو تخنیکي همغږیو او عملي چارو په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
نوموړي هیله څرګنده کړه، چې د دغو پروګرامونو په عملي کېدو سره به په غزني ولایت کې د کرنې د ودې، د چاپېریال ساتنې، د شنو ساحو د پراختیا او د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې مثبت بدلونونه رامنځته شي.
د یادونې وړ ده، چې د شنو خونو جوړول د کرنیزو تولیداتو د پراختیا، د موسمي محدودیتونو د کمولو او د سبزیجاتو د تولید لپاره مهمه لاره بلل کېږي. همدارنګه، د غیرمثمر نیالګیو کېنول د شنو ساحو په زیاتوالي، د خاورې د تخریب په مخنیوي او د چاپېریالي وضعیت په ښه والي کې اغېزمن رول لري.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د همکارو بنسټونو په همغږۍ هڅه کوي، چې د کرنیزو او چاپېریالي پروژو د پلي کېدو له لارې د طبیعي سرچینو ساتنه، د کرنیزو تولیداتو زیاتوالی او د کلیوالو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا وهڅوي.


گفتگو درباره غرس پنج هزار نهال غیرمثمر و ساخت ۱۵ گلخانه بزرگ در غزنی
۷ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
مولوی محمداسماعیل شکیب رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی با نمایندگان مؤسسه حفاظت از محیط زیست و برنامه انکشافی سازمان ملل متحد (UNDP) درباره غرس پنج هزار نهال غیرمثمر، ساخت ۱۵ گلخانه بزرگ و تطبیق پروژه‌های زراعتی و محیط زیستی گفت‌وگو کرد.
این دیدار در مقر ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی برگزار شد که در آن انجنیر فیروز مسئول مؤسسه حفاظت از محیط زیست و نصرت‌الله پردیس و انجنیر جوهر نمایندگان برنامه انکشافی سازمان ملل متحد حضور داشتند.
در آغاز دیدار، مولوی محمداسماعیل شکیب به نمایندگان نهادهای یادشده خوش‌آمدید گفت و از همکاری‌های آنان در تطبیق پروژه‌های زراعتی و انکشافی در این ولایت قدردانی کرد.
وی بر تقویت هماهنگی مشترک در راستای انکشاف زراعت، حفاظت از منابع طبیعی، بهبود وضعیت محیط زیست و تطبیق مؤثر پروژه‌های زراعتی تأکید کرد و گفت که هماهنگی دوامدار میان ادارات مربوطه و نهادهای همکار می‌تواند زمینه تطبیق موفقانه پروژه‌های انکشافی و رسیدگی به نیازهای مردم را فراهم سازد.
در جریان این دیدار، مسئولان مؤسسه حفاظت از محیط زیست گفتند که در نظر دارند پنج هزار نهال غیرمثمر را به ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی بسپارند تا با هماهنگی و رهنمود این ریاست، در ساحات مناسب و تعیین‌شده غرس شوند.
هدف از غرس این نهال‌ها، گسترش ساحات سبز، تقویت حفاظت از محیط زیست، کاهش آلودگی هوا و افزایش زیبایی طبیعی عنوان شده است.
همچنان، نمایندگان برنامه انکشافی سازمان ملل متحد (UNDP) اظهار داشتند که در نظر دارند ۱۵ گلخانه بزرگ را در ولایت غزنی اعمار کنند تا زمینه مناسب برای گسترش فعالیت‌های زراعتی، افزایش تولید سبزیجات و بهبود وضعیت اقتصادی دهاقین فراهم شود.
رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی از این برنامه‌ها استقبال کرد و اطمینان داد که این ریاست در چارچوب صلاحیت‌ها و امکانات موجود، در زمینه تطبیق پروژه‌ها، هماهنگی‌های تخنیکی لازم و پیشبرد امور عملی با نهادهای همکار همکاری همه‌جانبه خواهد کرد.
وی ابراز امیدواری کرد که با عملی‌شدن این برنامه‌ها، تغییرات مثبت در زمینه انکشاف زراعت، حفاظت از محیط زیست، گسترش ساحات سبز و تقویت اقتصادی دهاقین در ولایت غزنی به میان آید.
گفتنی است که ساخت گلخانه‌ها یکی از راه‌های مهم گسترش تولیدات زراعتی، کاهش محدودیت‌های فصلی و افزایش تولید سبزیجات به شمار می‌رود. همچنان، غرس نهال‌های غیرمثمر در افزایش ساحات سبز، جلوگیری از تخریب خاک و بهبود وضعیت محیط زیست نقش مؤثر دارد.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با هماهنگی نهادهای همکار تلاش می‌کند تا از طریق تطبیق پروژه‌های زراعتی و محیط زیستی، حفاظت از منابع طبیعی، افزایش تولیدات زراعتی و تقویت اقتصادی خانواده‌های روستایی را حمایت کند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۵:۳۶
Background image

د کرنې وزارت او «افغان‌اېډ» نړۍوالې مؤسسې ترمنځ د ۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او «افغان‌اېډ» نړۍوالې مؤسسې ترمنځ د ۳۴ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک، د کرنې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۴۰
Background image

غزني کې د پنځو زرو نیالګیو د کېنولو او ۱۵ لویو شنو خونو د جوړولو په اړه خبرې وشوې

۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمداسماعیل شکیب، د چاپېریال ساتنې مؤسسې او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یوان‌ډي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

بادغیس کې پر ۷۸۰۰ بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «هلپ جرمني» او «رازي» مؤسسو په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو او. . .

بازگشت