د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چرګانوپالنې په سکتور کې پر ځان‌بسیاینې ټینګار وکړ

qiam_amin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۳۶
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چرګانوپالنې په سکتور کې پر ځان‌بسیاینې ټینګار وکړ

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د چرګانوپالنې سکتور له فارم‌لرونکو او سوداګرو سره په لیدنه کې د هګیو، چرګانو غوښې، د چرګانو د خوراکي توکو او چرګوړو د تولید پر زیاتوالي او د دغه سکتور د محصولاتو د کیفیت او بیو پر ښه‌والي ټینګار وکړ.

مولوي صدراعظم عثماني وویل، چې افغانستان د چرګانوپالنې په برخه کې ځان‌بسیاینې ته نږدې شوی او اړینه ده، چې سوداګر، فارم‌لرونکي او اړوندې اتحادیې د دغه سکتور په بېلابېلو برخو کې د پانګونې له لارې هڅې وکړي، څو هېواد بشپړې ځان‌بسیاینې ته ورسېږي.

په دې لیدنه کې د چرګانوپالنې فارم‌لرونکو هېواد ته د بې‌کیفیته او ناروغو چرګوړو د واردېدو او په بازار کې د بیو د بدلونونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې او د وارداتو د کمولو او له کورنیو تولیدوونکو څخه د لا زیات ملاتړ غوښتنه یې وکړه.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال په بازار کې د عامه ګټو پر رعایت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې تولیدوونکي او واردوونکي باید د خپلو شخصي ګټو ترڅنګ د بازار وضعیت، د محصولاتو کافي عرضه او د خلکو د پېرلو توان هم په پام کې ونیسي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کورنیو تولیدوونکو د ملاتړ او د چرګانوپالنې په سکتور کې د پانګونې د پیاوړتیا په موخه، د کرنیزې پراختیا صندوق له لارې تولیدوونکو ته پورونه برابروي، څو د تولیدي فعالیتونو د پراختیا او پر وارداتو د تکیې د کمولو لپاره زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پکتیکا د کرنې رییس د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له استازو سره د نویو پراختیایي پروژو په اړه خبرې وکړې

۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یوان‌ډي‌پي» له استازو، سید. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۹
Background image

میدان وردګو کې پر ۵۰۰ بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د افغان سولې جوړوونکې بشري مؤسسې له لوري د دغه ولایت د چک ولسوالی په بندي چک سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۱۰
Background image

خوست کې د املوکو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي؛ سږ کال یې تولید ۳۴۲ ټنو ته رسېږي

۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د روان ۱۴۰۵ لمریز کال پر مهال د املوکو په حاصلاتو کې د تېر کال. . .

بازگشت