کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د اغېزمن مدیریت په موخه یو مسلکي پلاوی کونړ ولایت ته تللی دی.
په دغه پلاوي کې د ځنګلونو د سروې عمومي مدیر محمد همایون جمال، د نیالګیو روزنې عمومي مدیر ویس نیازي، اجرائیه مدیر نوید مؤمن‌زاده او د فارمونو چارو د انسجام مدیر سهراب قاسمي شامل دي.
پلاوي د خپل کاري سفر پر مهال د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له رهبرۍ او اړوندو تخنیکي او مسلکي کارکوونکو سره لیدنه او ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي محمد سرور صادق، تخنیکي مشاور سید حفیظ‌الله سیدی، د ځنګلونو د تنظیم عمومي مدیر روح‌الله هجران، د پلان عمومي مدیر موسی نورزی او یو شمېر نورو تخنیکي او مسلکي کارکوونکو ګډون کړی و.
په ناسته کې د طبیعي سرچینو آمریت تر چتر لاندې د روان او تېر کال د پراختیايي پروژو د فعالیتونو د څارنې او ارزونې په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه. همداراز، د طبیعي سرچینو او ځنګلونو په برخه کې د ترسره شویو فعالیتونو د اغېزمنتیا، د پروژو د چارو د لا ښه تنظیم او د راتلونکو فعالیتونو د پیاوړتیا پر اړتیا خبرې وشوې.
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رئیس مولوي محمد سرور صادق د وزارت له پلاوي څخه د سفر او د طبیعي سرچینو د چارو د ارزونې په موخه د ترسره کېدونکو فعالیتونو له امله مننه وکړه او د سفر د موخو د تحقق، د طبیعي سرچینو د ساتنې او اړوندو چارو د لا ښه پرمخ وړلو په برخه کې یې د ریاست هر اړخیزه همکاري څرګنده کړه.
په پای کې، دواړو لورو د طبیعي سرچینو اړوند پروګرامونو د اغېزمن تطبیق، د فعالیتونو د لا ښه څارنې او ارزونې، د چارو د لا زیاتې همغږۍ او د اداري چارو د روڼتیا د تأمین په موخه پر دوامدارې همکارۍ او ګډې همغږۍ ټینګار وکړ.
کونړ د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی چې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو له پلوه ځانګړی اهمیت لري. د ځنګلونو او طبیعي سرچینو ساتنه، احیا او معیاري مدیریت د چاپېریال ساتنې، د طبیعي ایکوسیستم د توازن او د سیمه‌ییزو ټولنو د اقتصادي او معیشتي اړتیاوو د ملاتړ لپاره مهم بلل کېږي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند مسلکي ټیم به د کونړ ولایت د کرنې ریاست د مسلکي کارکوونکو په ملتیا د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د طبیعي سرچینو په برخه کې د پلي شویو پروژو له فعالیتونو څخه لیدنه او څارنه ترسره کړي، څو د پروژو د تطبیق بهیر وارزول شي او د طبیعي سرچینو د ساتنې او مدیریت په برخه کې د چارو د لا ښه والي لپاره لازمې سپارښتنې وړاندې شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۸:۴۸
Background image

پکتیکا کې د جلغوزیو د لس سلنې محصول د راټولولو بهیر تر څارنې لاندې دی

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي، د پکتیکا د کرنې ریاست د جلغوزیو د ودې او پراختیا له عمومي مدیر سره یوځای د سروبي، ارګون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۸:۴۸
Background image

کونړ کې ۵۰ زلزله‌ځپلو کورنیو ته د شیدو غواوې ووېشل شوې

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
کونړ کې د زلزله‌ځپلو کورنیو د ژوند د بیا رغونې او د هغوی د معیشت د پیاوړتیا په موخه د مالدارۍ په برخه کې د ملاتړ لړۍ دوام لري. د همدې لړۍ. . .

بازگشت