د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه
۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له مسؤلینو سره وکتل او د عوایدو د مدیریت، راټولولو او د عایداتي سرچینو د پیاوړتیا په اړه یې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د بلخ د کرنې ریاست د چارواکو، آمرینو او عمومي مدیریتونو د مسؤلینو په ګډون غونډه جوړه شوه. په غونډه کې د عوایدو عمومي وضعیت، عایداتي سرچینې، د عوایدو د راټولولو او تحصیل بهیر، د ځمکو د اجارې ورکولو څرنګوالی او نورې عایداتي سرچینې وڅېړل شوې او په اړه یې د نظرونو تبادله وشوه.
په غونډه کې د عوایدو د تحصیل په برخه کې شته ستونزې او ننګونې هم مطرح او وارزول شوې. ګډونوالو د عایداتي سرچینو پر پېژندنې او جدي تعقیب، د عوایدو د ضایع کېدو پر مخنیوي، د ځمکو د اجارې ورکولو د بهیر پر ښه والي، د اړوندو برخو ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ او د عوایدو د زیاتوالي لپاره د عملي لارو چارو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
د بلخ د کرنې ریاست د بېلابېلو برخو مسؤلینو هم د خپلو کاري چارو پر وړاندې شته ستونزې او خنډونه، د اړتیا وړ امکاناتو د برابرولو اړتیا او خپل وړاندیزونه له راغلي پلاوي سره شریک کړل.
په دوام کې، مولوي ضیاءالدین واقف د مسؤلینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د عوایدو چارو ته یې د جدي پاملرنې، د روڼتیا او کاري اصولو د رعایت، د عایداتي سرچینو د دوامدار تعقیب، د عوایدو د ضایع کېدو د مخنیوي او د اړوندو برخو ترمنځ د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
نوموړي همدارنګه د شته ننګونو د هواري، د عایداتي سرچینو د ښه مدیریت او د عوایدو د تحصیل د بهیر د لا اغېزمنتیا لپاره د لا ډېرو هڅو غوښتنه وکړه.
د عوایدو د عایداتي سرچینو منظم مدیریت، د عوایدو د تحصیل د بهیر څارنه او د عوایدو د ضایع کېدو مخنیوی د دولتي ادارو د مالي چارو د لا ښه تنظیم له مهمو برخو څخه دي. د کرنې وزارت د مالي او حسابي ریاست د ولایتي ریاستونو د عایداتي چارو له نږدې ارزونې او د شته ستونزو له تشخیص سره، د عوایدو د راټولولو د بهیر د ښه والي او د عایداتي سرچینو د اغېزمن مدیریت لپاره د اړینو اقداماتو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.
