د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي» مؤسسې په همکارۍ، د خوست د صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې د ۵۰۰ بزګرانو لپاره د اصلاح شویو غنمو تخمونو د وېش په موخه د بزګرانو د سروې او تثبیت بهیر په منظم ډول روان دی.
د مسؤلینو په وینا، د سروې او مستحقو بزګرانو د تثبیت له بشپړېدو وروسته به هر مستحق بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوي د غنمو تخمونه ووېشل شي. د معلوماتو له مخې، د هر بزګر څخه به د ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شویو غنمو تخمونو په بدل کې ۸۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي.
مسؤلین وایي، د دې پروسې موخه د مستحقو بزګرانو پېژندنه او هغوی ته د اصلاح شویو تخمونو رسول دي، څو د غنمو د تولید د زیاتوالي او د کروندګرو د حاصلاتو د ښه والي لپاره زمینه برابره شي.
د اصلاح شویو او معیاري تخمونو وېش د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو، د غنمو د تولید د کیفیت د ښه والي او د بزګرانو د ملاتړ له مهمو لارو څخه دی. د اصلاح شویو تخمونو کارول د اقلیمي شرایطو په پام کې نیولو سره د حاصلاتو د زیاتوالي او د کرنیز تولید د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت