د خوست ځاځي میدان ولسوالی کې د ځنګلونو د ارزښت او ساتنې په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو
۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو د «افرین» مؤسسې د کارکوونکو له لوري د ځاځي میدان ولسوالی د عازه غونډۍ سیمې اوسېدونکو ته د ځنګلونو د ارزښت، د ځنګلونو د قطع کولو د زیانونو، ساتنې او بیا احیا په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو.
په دغه سیمینار کې د «افرین» مؤسسې کارکوونکو د ځنګلونو د چاپېریالي، اقتصادي او طبیعي ارزښتونو او د ځنګلونو د وهلو او تخریب د ناوړه پایلو په اړه ګډونوالو ته لازم معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه، د خوست دکرنې ریاست د کرنیزو چارو لوی مدیر عبدالرحمن د ځنګلونو د غیرقانوني قطع کولو د مخنیوي او ساتنې پر اړتیا خبرې وکړې او له سیمې اوسېدونکو یې وغوښتل، چې د ځنګلونو په ساتنه کې فعاله ونډه واخلي او هیچاته د ځنګلونو د قطع کولو اجازه ورنه کړي.
په پای کې، د سیمې اوسېدونکو د ځنګلونو د ساتنې او د قطع کولو د مخنیوي په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
