د کرنې وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق نوې ودانۍ پرانیستل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۲۰:۳۲
د کرنې وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق نوې ودانۍ پرانیستل شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق «اې‌ډې‌اف» او دحال د وړو تمویلونو مؤسسې نوې ودانۍ، چې د جوړولو چارې یې بشپړې شوې وې، د کابل په بادام‌باغ کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه او په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د ۷۱.۲ میلیونه افغانیو په لګښت، په دوه زره او ۴۰۰ متره مربع مساحت کې د ښارجوړونې وزارت د طرحې او ډیزاین له مخې جوړه شوې ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د دغې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق پراختیا به خلکو او د کرنې او مالدارۍ سکټور ته د لا ډېرو او غوره مالي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.
په همدې حال کې، د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق رییس انجنیر عبدالغفور غفاري وویل، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې تر اوسه د اسلامي معاملاتو له لارې شاوخوا ۵۰۰ شرکتونو، کوپراتیفونو، پروسس کوونکو، د کرنیزو محصولاتو تولیدوونکو، سوداګرو او نورو کرنیزو متشبثینو ته ۷.۵ میلیارده افغانۍ مالي تمویل برابر شوی دی.
د نوموړي په وینا، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول د دغه صندوق له مالي تمویلاتو څخه برخمن شوي او نږدې ۱۲ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
همداراز، د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال انجنیر سلطان محمد زبیر د مالي تمویلاتو په برخه کې د فعالو بنسټونو د همکاریو یادونه وکړه او ویې ویل، چې په تېرو وختونو کې د افغانستان ۷۰ سلنه بودیجه د بهرنیو مرسته کوونکو له لوري تمویل کېده، خو اوسنۍ بودیجه د اسلامي امارت له لوري له کورنیو عوایدو څخه تأمینېږي.
د دې پروګرام په پای کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ له لوري د کرنې وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د ودانۍ ترڅنګ د یوه جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق «اې‌ډې‌اف» یو دولتي او غیر بانکي مالي بنسټ دی، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر رهبرۍ لاندې فعالیت کوي او د اسلامي مالي تمویل خدمتونه، لکه وکالت، مرابحه، مشارکت او مضاربت، وړاندې کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور تولیدوونکو او متشبثینو لپاره ځانګړی فرصت!

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست تاسو ته بلنه درکوي، چې د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په پنځه دېرشم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

بازگشت