د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د پروویل پروژې له چارواکو او همکارو مؤسسو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۹:۸
21212121

۱۵ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د افغان اېډ مؤسسې د پروویل پروژې د مسؤل او د همکارو مؤسسو د استازو ترمنځ د همغږۍ او تخنیکي غونډه د دغه وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس الحاج مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ ترسره شوه.
په دې لیدنه کې، د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د کرنې له سکتور څخه د ملاتړ په برخه کې د همکارو مؤسسو د فعالیتونو او هڅو قدرداني وکړه او د کرنې وزارت او همکارو بنسټونو ترمنځ یې د همکاریو او همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ.
په همدې حال کې، د همکارو مؤسسو استازو ژمنه وکړه، چې د افغانستان د کرنې په سکتور کې به نور فعالیتونه او پروژې هم پلي کړي. هغوی همدارنګه د هوکړه‌لیکونو د لاسلیک په برخه کې د کرنې وزارت له همکارۍ څخه مننه وکړه.
د دغو مؤسسو مسؤلینو وویل، چې د پروویل پروژه د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په مالي ملاتړ به تر ۲۰۲۹ میلادي کال پورې په پکتیا، خوست، سمنګان، تخار، فاریاب او کونړ ولایتونو کې فعالیت وکړي او د دغې پروژې فعالیتونه د کرنې وزارت د لومړیتوبونو له مخې ځانګړي شوي دي.
په پای کې، د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس ډاډ ورکړ، چې دغه وزارت د اسلامي امارت د پالیسیو او ستراتیژیو په رڼا کې د هېواد د کرنې سکتور د پراختیا او پیاوړتیا په موخه له همکارو مؤسسو سره هر ډول همکارۍ او همغږۍ ته چمتو دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون 

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۵۳
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه تاشکند ته ورسېد

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، د دې هېواد پلازمېنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۴۶
Background image

پکتیکا په مرکز کې له جوړېدونکې ۶۰۰ میټریک ټنه سړې خونې څخه لیدنه وشوه

۱۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د مستوفیت، عدلیې، ښار جوړونې، ښاروالۍ، سرحدونو او حج او اوقافو. . .

بازگشت