د هلمند د موساکلا ولسوالی یوشمېر بڼوالو ته د شاتو مچیو وېش؛ د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا نوې هڅه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۵۵
د هلمند د موساکلا ولسوالی یوشمېر بڼوالو ته د شاتو مچیو وېش؛ د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا نوې هڅه

۲۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د «ډاکار» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د هلمند د موسا کلا ولسوالی یوشمېر اړمنو کورنیو ته د کوچني کاروبار د پیل په موخه د شاتو مچۍ او اړین وسایل ووېشل شول.
ددغو مرستو په وېش غونډه کې د هلمند دکرنې ریاست چارواکي  وویل، چې د شاتو مچیو روزنه یو مهم او ګټور مسلک دی او کولی شي د کورنیو اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې رغنده رول ولوبوي. هغه له مستفیدینو وغوښتل، چې د مسلکي لارښوونو سره سم د مچیو ساتنه او پالنه وکړي، څو له دې برخې څخه اعظمي ګټه ترلاسه کړي.
د هلمند  دکرنې ریاست چارواکي وایي، د ورته پروګرامونو دوام به نه یوازې د کورنیو عاید لوړ کړي، بلکې په سیمه کې به د شاتو تولید زیات او د بازار موندنې فرصتونه به هم پراخ شي.
په افغانستان کې د کلیوالو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا او د عایداتي سرچینو د تنوع لپاره د کرنې اړوند کوچني کاروبارونه مهم رول لري. د شاتو مچیو روزنه له هغو اغېزناکو برخو څخه ده، چې د کم لګښت په بدل کې د دوامدار عاید زمینه برابروي او د خوړو خوندیتوب ته هم وده ورکوي

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت