لغمان کې پر یو شمېر بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي ووېشل شوې

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۶ - ۹:۲۳
لغمان کې پر یو شمېر بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي ووېشل شوې

۱۶ سلواغه ۱۳۹۸
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې پر یوشمېر بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي وېشل شوي دي.
دغه توکي، چې د بڼوالۍ د ځنځیروي ارزښت د ودې سکتوري پروژې (HVCDSP) پههمکارۍ پر دغو بڼوالو وېشل شوي دي په کې د دوا شیندنې « PRR»پمپ، محافظتي جامې، د ښاخبری وړه او غټه قیچې، د ښاخبری اره، عینکې، دستکشې، موزې او ماسک شامل دي، چې د عصري بڼوالۍ د ترویج په موخه پر بڼوالو وېشل شوي دي.

ددغو مرستو د وېش موخه د بڼوالو ملاتړ او په دې ولایت کې د بڼوالۍ د محصولاتو معیاري کول دي.

د لغمان دکرنې ریاست هلې ځلې کوی، چې روزنیزو پروګرامونو سره د بڼوالو وړتیا لوړ او د دوی د بڼونو محصولات ډېر او ښه کړي، چې هم د بڼوالو عواید زیات شي هم بزګران مشروع کرکېلي ته مخه کړي.

له دغو توکو څخه برخمن شوي بڼوال د کرنې وزارت له هلوځلو څخه د منني ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د بڼوالۍ د حاصلاتو د زیاتوالي په پار هلې ځلې کوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۱:۵
Background image

دکندهار دکرنې ریاست  د ۳.۷ ټنه ناقانونه پوتاشیم کاربونیټ سرې د پلور مخه ونیوله

۱۲ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کرنیزو چارو آمریت د معلوماتو له مخې په کندهار کې د ۳.۷ ټنه ناقانونه پوتاشیم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۰:۴۸
Background image

د بلخ دکرنې ریاست: بلخ ولسوالی کې د څارويو لپاره د چيچک واکسين تطبيق پيلېږي

۱۲ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د اکټېډ دفتر په همکارۍ به د بلخ ولسوالی په کچه د څارويو د روغتیايي وضعیت د ښه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د خوست جوار سل څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت دکرنې ریاست اړوندو فارمونو کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، ترڅو. . .

بازگشت