هلمند کې د مرخېړیو د ترویج په پار هڅې

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۴ - ۱۰:۱۷
هلمند کې د مرخېړیو د ترویج په پار هڅې

بزګر اوونيزه / اشرفی
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د مرخېړیو د کرکېلي د دودولو په پار هلې ځلې روانې دي.
ددې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د لومړي ځل لپاره په دې ولایت کې په توافقي ډول د مرخېړیو کرکېله تر سره شوې وه، چې پایله یې ډېر ښه او مثبته وه.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، د مرخېړیو ارزښت ته په کتو غواړي، چې په دې ولایت کې د مرخېړیو کرکیله ترویج کړي چې له یوې خوا د کوکنارو ښه بدیل دی او له بلې خوا د بزګرانو په اقتصادي وده کې هم رغنده رول لري.
ښاغلی الکو وویل، چې د افغانستان مرخېړي په کور دننه او بهر ښه مارکېټ لري.
هغه زیاته کړه: «دا نبات کورني مارکېټ ترڅنګ نړېوال مارکېټ هم لري، چې موږ به سېمه کې له یو شمېر سوداګرو سره خبرې وکړو څو بهر ته د صادرولو زمینه برابره کړي.»
د هلمند د کرنې ریاست کروندګرو ته د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د مرخېړیو د کر سپارښتنه کوي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو مالدارۍ ریاست هلې ځلې کوي، چې کروندګرو ته نوښتونه او نوي لارې چارې ور وپېژنې، چې د دوی په اقتصاد کې د مثبت بدلون لامل شي.

د مرخېړیو تولید او پالنه اسانه او په بازار کې یې بیه لوړ ده. کروندګر کولای شي، چې له دې لارې ښه عاید تر لاسه کړي.

د هلمند دکرنې رییس وایي د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د مرخېړیو ترڅنګ ګڼ شمېر نور ارزښت لرونکي بوټې هم په دې ولایت کې ترویج کړي ترڅو د کوکنارو د کرکيلې مخه ونیول شي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هلمند ترڅنګ په نورو ولایتونو کې هم د مرخېړي کرکېلي ترویج په پار هڅې کوي؛ یواځې سږ کال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د مرخېړیو د پالنې څه باندې ۶۰ مرکزونه جوړ شوي دي. ددغو مرکزونو د جوړلو موخه د مېرمنو او بېوزلو کورنیو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

د مرخېړیو دغه ۶۰ مرکزونه د کابل، پروان، پنجشیر، کاپیسا، لوګر، پکتیا، خوست پکتیکا، غزني، میدان وردګ، بامیان او دایکندي په ولایتونو کې یواځې د مېرمنو لپاره جوړې شوي دي.

ددغو مرکزونو د جوړولو ټول لګښت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وازرت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له خوا ورکړل شوي دي.

ددې ترڅنګ د مرخېړیو د پالنې هر یوه مرکز ته د مرخېړیو د پالنې یوه کڅوړه، چې په کې ۱۹ توکي شامل دي هم ورکړل شوي دي.

دغه راز د کرنې وزارت په پام کې لري، چې په ۱۳۹۹ یم کال کې هم ددې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پورژې له خوا په هېواد کې د مرخېړیو د پالنې ۶۰ نور مرکزونه هم جوړ کړي.

د یادونې وړ ده، چې د مرخېړیو کرکېله او پالنه د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا د لومړي ځل لپاره د کورنیو باغچو په برنامه کې شاملو مېرمنو ته ور ښودل کیږي، چې د مېرنو له تود هرکلي سره مخ شوې ده.

مېرمنې په خپلو کورنیو باغچو کې د مرخېړیو تر کرلو وروسته تر څه کم دوه میاشتو پورې کولای شي، چې د خپلو مرخېړیو حاصل راټول او خرڅ کړي.

مرخېړي په کال کې څلور ځله حاصل ورکوي که څه هم په هېواد کې دننه د مرخېړیو د خرڅلاو ټاکلې اندازه معلومه نه ده خو په سیمه ییزو بازارونو کې د یوه کیلو ګرام مرخېړي بیه له ۲۵۰ تر ۳۰۰ افغانیو پورې رسیږي او په بهر کې بیا یو کیلو ګرام مرخیړي تر۱۴۰ ډالره پورې هم خرڅیږي.

له مرخېړیو د ویني فشار په کنټرولو، د هډوکو د ناروغیو او مکروبي ناروغیو په درملنه او یو شمېر نورو طبي برخو کې ګټه اخېستل کېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت