د کرنې وزارت د کارکوونکو چارو نوی رییس معرفي شو

qiam_amin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۴:۴۳
د کرنې وزارت د کارکوونکو چارو نوی رییس معرفي شو

۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

مولوي شمس‌الله محمد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د نوي رییس په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې د کرنې او مالدارۍ سکتور د یو شمېر رییسانو او سلاکارانو په حضور کې جوړ شوي وو، معرفي شو.

په یادو مراسمو کې لومړی د قرآن‌کریم څو مبارک آیتونه تلاوت شول، وروسته د کرنې وزارت د دفتر رییس ملا محمدحسین خورشید احمد وینا وکړه. نوموړي د وړ، ژمن او مسلکي کسانو ګمارنه د اسلامي امارت د اساسي اصولو څخه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د وړتیا لرونکو کارکوونکو ګمارنه کولی شي د عدالت په تأمین او د اغېزمنو خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول ولوبوي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د دفتر رییس همدارنګه وویل، چې دا وزارت یو خدماتي اداره ده او هڅه کېږي، چې په بېلابېلو برخو کې لوستي، متخصص او مسلکي کسان وګمارل شي، تر څو بزګرانو او مالدارانو ته لا ښه او اغېزمن خدمتونه وړاندې شي.

وروسته، حاضرو رییسانو مولوي شمس‌الله محمد تر خپل کاري دفتر پورې بدرګه کړ او نوموړی یې کارکوونکو ته ور وپېژانده.

مولوي شمس‌الله محمد تر دې وړاندې د عشر او زکات په لوی ریاست، د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست، د ترانسپورت ریاست او همدارنګه د اوبو لګولو اوقدرتي سرچینو د معینیت د سلاکارۍ په برخه کې دندې ترسره کړې دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت