د کندهار د کرنې ریاست د دوو ګنجونو له اجارې ۲.۷ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي

qiam_amin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۰:۲۴
د کندهار د کرنې ریاست د دوو ګنجونو له اجارې ۲.۷ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي

۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اجارې او پانګونې مدیریت مسؤلین وایي، چې د کندهار د لوړ شاوليکوټ ولسوالی د اویان او ګولنکۍ ګنجونو له اجارې څخه یې ټولټال ۲ میلیونه او ۷۱۰ زره افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي. یاد ګنجونه د سوداګریزو فعالیتونو په موخه د آزادې داوطلبۍ له لارې په اجاره ورکړل شوي دي.

د کندهار دکرنې ریاست د اجارې عمومي مدیر ملا عبدالحی خالد وایي، چې د اویان ګنج ۱۶ جریبه مساحت لري، چې په ۹۶۰ زره افغانۍ په اجاره ورکړل شوی دی. همدارنګه د ګولنکۍ ګنج ۱۷.۵ جریبه مساحت لري، چې په ۱ میلیون او ۷۵۰ زره افغانۍ د آزادې داوطلبۍ له لارې مستحقو ګټونکو ته د درې کلونو لپاره په اجاره ورکړل شوی دی.

ښاغلی خالد زیاتوي، چې د اجارې ګټونکي پلان لري یاد ګنجونه په معیاري او لوړ کیفیت سره جوړ کړي او ټولې اړینې چوپړتیاوې پکښې برابرې کړي. د نوموړي په وینا، اجاره‌کوونکي به هر کال د هوکړه‌لیک له مخې ټاکل شوې اجاره، د ا.ا.ا ملي بودیجې ته تحویلوي.

د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست په دې وروستیو کې د امارتي ځمکو د اجارې هڅې چټکې کړې دي، تر څو د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شي او د شفاف، قانوني او عادلانه میکانیزم له لارې امارتي ځمکې مستحقو وګړو ته په اجاره ورکړل شي، ترڅو ترې مؤثره، قانوني او اقتصادي ګټه واخیستل شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت