روزګان د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون پرانیستل شو
۴ سلواغه ۱۴۰۴ه.ش
۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه.ق
د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کي د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې «یوانډيپي» په مالي ملاتړ او حرکت مؤسسې په تخنيکي، د صنعت او سوداګرۍ ریاست او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د حقمل نندارتون دایرولو شرکت له لوري په رسمي ډول پرانیستل شو.
د یاد نندارتون د پرانیستي په مراسمو کي د روزګان ولایت مرستیال والي ملا باریګل اخند، د روزګان امنیه قوماندان مولوي محمد رفیق خادم، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عطاء الله راشد، صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي محمد داود شاهین، د حرکت مؤسسې مسؤلینو، د حقمل نندارتون دایرولو شرکت استازو او د بېلابېلو دولتي ادارو مسوولینو، سوداګرو او صنعتکارانو ګډون کړی وو.
د نندارتون د پیل په مراسمو کي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عطاء الله راشد په خپلو خبرو کي وویل، چې په دغه نندارتون کي د کرنیزو محصولاتو، مالدارۍ اړوندو توکو او کورنیو تولیدات نندارې ته وړاندې کول د بزګرانو او تولیدوونکو لپاره د هڅونې یو ښه فرصت دی.نوموړي ټینګار وکړ چې د کرنې ریاست به تل د بزګرانو او تولیدوونکو ملاتړ ته دوام ورکړي. همداراز د صنعت او سوداګرۍ رییسمولوي محمد داود شاهین وویل، دغه نندارتون به درې ورځي دوام ولري او موخه یې د کورنیو تولیداتو معرفي، د ملي صنعت ملاتړ،د سوداګرو ترمنځ د اړیکو پراختیا او د بزګرانو او صنعتکارانو د تولیداتو لپاره د بازار موندنې زمینه برابرول دي. نوموړي زیاته کړه، چې د دغه ډول نندارتونونو جوړول د اقتصادي ودې، کاري فرصتونو رامنځته کولو او د وارداتو پر ځای د کورنیو تولیداتو د ترویج لپاره مهم ارزښت لري.
ورپسې د ولایتي ادارې په استازیتوب د روزګان امنیه قوماندان مولوي محمد رفیق خادم خبرې وکړې او ویې، ویل چې امنیتي ځواکونه د دې ډول ملي اقتصادي پروګرامونو د خوندي ترسره کېدو لپاره بشپړ چمتو دي. هغه د کورنیو تولیداتو ملاتړ د اقتصادي خپلواکۍ مهم اصل وباله او له سوداګرو او صنعتکارانو یې وغوښتل، چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کي خپل فعالیتونه پراخ کړي.
د حرکت مؤسسې مسؤل هم د نندارتون د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې، ویل چې یاد نندارتون د کوچنیو او منځنیو تولیدوونکو د ملاتړ، د هغوی د تولیداتو د بازار موندنې او د اقتصادي ځان بسیا کېدو په موخه تنظیم شوی دی.
په پای کي د سوداګرو په استازیتوب حاجي عبدالقدیر، چي پکښي د دې ډول نندارتونونو جوړول د سوداګرۍ د پراختیا، د کورنیو تولیداتو د پېژندنې او د تولیدوونکو ترمنځ د همکارۍ د زیاتوالي لپاره مهم وبلل شول او له اړوندو ادارو څخه د دوامدار ملاتړ غوښتنه وشوه.
یاد درې ورځنی ملي نندارتون د عامو خلکو پر مخ پرانیستی دی او په کي د کورنیو تولیداتو، کرنیزو محصولاتو، لاسي صنایعو او بېلابېلو محلي توکو نندارې ته اېښودل شوي دي.
