فراه کې ۲۵۱ شنوخونو لرونکو ته د آفت وژنې وسایل ووېشل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۲۹
توزیع وسایل آفت‌کشی برای ۲۵۱ سبزخانه‌دار در فراه

۱۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د دې ولایت په مرکز کې ۲۵۱ شنوخونو لرونکو ته د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې د درمل شیندنې چارجۍ ډبې ووېشل شوې. چارواکي وایي، دغه مرسته به د آفتونو او نباتي ناروغیو د کنترول ترڅنګ د شنوخونو د صنعت په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
د یادې مرستې په ترڅ کې پر هر یو شنوخونه لرونکي باندې یو ۲۰ لیتره چارجۍ د درمل شیندنې ډبه ووېشل شوه.
چارواکي وایي، دا مرسته پر هغو کسانو وېشل شوې< چې له وړاندې د شنوخونو د لرلو اجازه‌لیک یې د فراه د کرنې ریاست کې ثبت کړې وې. د دې برنامې موخه د شنوخونو د آفتونو او نباتي ناروغیو مخنیوی، د شنوخونو لرونکو ملاتړ او په فراه کې د شنوخونو د صنعت وده او پراختیا بلل شوې ده.
شنوخونې د کرنیزو محصولاتو په دوامدار تولید کې ځانګړې ونډه لري او د یادو وسایلو وېش به د کروندګرو لپاره د حاصلاتو په لوړولو او د محصولاتو په کیفیتي بازارموندنه کې ګټور تمام شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت