کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د سکټور د سوداګریز کولو ورکشاپ دایر شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۳:۲۷
ورکشاپ تجاری‌سازی سکتور تخم‌های بذری در وزارت زراعت برگزار شد

۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د اصلاح شويو تخمونو د تولید او تنوع د سوداګریز کولو د لارې نقشې د جوړولو په موخه مشورتي ورکشاپ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او»  او د کرنیزو تخمونو د تولیدونکو شرکتونو د استازو په ګډون په کابل کې جوړ شو.
د یاد ورکشاپ موخه د کرنیزو تخمونو د تولید د کچې لوړول، د باکیفیته اصلاح شويو تخمونو تولید، او د هېواد د بهرنيو مؤسسو پر وړاندې د اتکا کمول ښودل شوی دی.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وویل، د کرنې وزارت هڅه کوي چې د کرنیزو تخمونو تولید د هېواد دننه زیات کړي، څو له بهرنيو مؤسسو د تړاو اړتیا له منځه ولاړه شي او کورني شرکتونه وکولای شي د بزګرانو اړتیاوې پوره کړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» د اړیکو او ستراتېژۍ سلاکار نجيب‌الله اميرزی هم وویل، چې دغه اداره د کرنې له وزارت سره په ګډه د اصلاح شويو تخمونو د تولید او وېش په برخه کې د بزګرانو د ملاتړ لپاره کار کوي، او باید د کورني تولید د ځان‌بسیا لپاره یو منظم طرزالعمل جوړ شي.
په دې ورکشاپ کې د کرنیزو تخمونو سکتور د تګلارو اصلاح، د اړوندو بنسټونو پیاوړتیا، بازارموندنه او وېش، وړتیا لوړونه، د ډولونو د پرمختګ لپاره څېړنې، او د سکتوري شریکانو ترمنځ د همغږۍ په موضوعاتو بحث او نظرونه تبادله شول.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال په هېواد کې ۴۳ زره متریک ټنه اصلاح شوي تخمونه تولید شوي وو، او تمه ده چې سږ کال دا کچه ۵۵ زره متریک ټنو ته لوړه شي. د کرنې وزارت هڅه کوي، چې د کرنیزو تخمونو تولید د کمیت او کیفیت له پلوه لا ډېر پرمختګ وکړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت