د کرنې وزارت لخوا کانونو او پټرولیم وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۹:۲۴
د کرنې وزارت لخوا کانونو او پټرولیم وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی رياست د ځمکو د انتقال او وېش ريیس مولوي سید محمد سعید او د کانونو او پټرولیم وزارت د املاکو عمومي مدير محمد حنیف غفوري ګډون درلود، د اراضۍ رياست لخوا کانونو او پټرولیو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه.
ياده ځمکه د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رياست په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا یاد وزارت ته خوست ولايت اسماعيل خېلو ولسوالی کې په ۷۱۷۰ متر مربع ځمکه باندې د لوړ تناژ تلې د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید او د کانونو او پطرولیم وزارت د املاکو عمومي مدير محمد حنیف غفوري ترمنځ لاسلیک شوه.


انتقال زمین از سوی وزارت زراعت به وزارت معادن و پترولیم
در نشست برگزارشده در ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری که در آن مولوی سیدمحمد سعید رئیس انتقال و توزیع زمین‌ها در ریاست عمومی اراضی و محمد حنیف غفوری مدیر عمومی املاک وزارت معادن و پترولیم اشتراک داشتند، زمین از سوی وزارت زراعت به وزارت معادن و پترولیم انتقال داده شد.
این زمین بر اساس پیشنهاد ریاست انتقال و توزیع زمین‌ها و به حکم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی از سوی ریاست عمومی اراضی وزارت زراعت به وزارت معادن و پترولیم انتقال گردیده است.
زمین یادشده به‌مساحت ۷۱۷۰ متر مربع در ولسوالی اسماعیل‌خیل ولایت خوست موقعیت دارد و برای ساخت یک تله (پلۀ) بلند تناژ به این وزارت واگذار شده است.
قرارداد انتقال این زمین میان مولوی سیدمحمد سعید رئیس انتقال و توزیع زمین‌های وزارت زراعت و محمد حنیف غفوری مدیر عمومی املاک وزارت معادن و پترولیم به امضا رسید.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت