د کندهار غورک ولسوالی کې پر زرګونو کوچنیو څارویو د ریخک ناروغۍ ضد وقایوي واکسین تطبیق شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
د کندهار غورک ولسوالی کې پر زرګونو کوچنیو څارویو د ریخک ناروغۍ ضد وقایوي واکسین تطبیق شو

۲۸ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکاري، د غورک ولسوالی په کچه ۲ زره او ۸۷۵ کوچني څاروي د ریخک ناروغۍ (لیونتوب) د مخنیوي په موخه وقایوي واکسین شول.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې او د مسلکي پاراوټرانو په تخنیکي همکارۍ دا وقایوي کمپاین د مني د موسم له پیل سره سم د دوو اونیو په موده کې ترسره شو.
چارواکي وایي، د دغه کمپاین موخه د څارویو د ریخک ناروغۍ مخنیوی، د څارویو روغتیا ساتنه، د مالدارانو د اقتصادي زیانونو راکمول او د مالدارۍ سکتور ته په سالمه توګه وده ورکول دي. د دوی په وینا، د واکسین تطبیق به نه یوازې د ناروغیو د خپرېدو مخه ونیسي، بلکې د شېدو او غوښې تولید به هم عادي وساتي او سیمه‌ییزو مسلکي کسانو ته به د کار فرصتونه برابر کړي.
د یادونې وړ ده، چې یوه ورځ وړاندې د کندهار د کرنې ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په  مالي ملاتړ، د کندهار په پنځو ولسوالیو کې پر ۳۷ زره کوچنیو څارویو د طاعون ناروغۍ ضد وقایوي واکسین تطبیق شوی و، او دا لړۍ اوس هم په نورو ولسوالیو کې روانه ده.


در ولسوالی غورک ولایت قندهار، بر هزاران رأس مواشی کوچک واکسین وقایوی بیماری «ریخک» تطبیق شد
 ۲۸ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش 
 ۲۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
به اساس تلاش‌های ریاست زراعت، آبیاری و مالداری قندهار، با حمایت مالی اتحادیه اروپا و همکاری تخنیکی کمیته هالند، در سطح ولسوالی غورک مجموعاً ۲ هزار و ۸۷۵ رأس مواشی کوچک به‌منظور جلوگیری از بیماری ریخک واکسین شدند.
این کمپاین وقایوی تحت نظارت مستقیم آمریت مالداری ریاست زراعت قندهار و با همکاری تخنیکی پاراوتران‌های مسلکی، هم‌زمان با آغاز فصل خزان، در مدت دو هفته اجرا گردید.
مسؤولان می‌گویند هدف از این کمپاین، جلوگیری از بیماری ریخک، حفظ صحت حیوانات، کاهش زیان‌های اقتصادی مالداران و رشد سالم سکتور مالداری است. به گفته آنان، تطبیق این واکسین نه‌تنها از شیوع بیماری‌ها جلوگیری می‌کند، بلکه تولید شیر و گوشت را در سطح عادی حفظ نموده و برای کارمندان مسلکی محلی فرصت‌های شغلی نیز فراهم می‌سازد.
شایان ذکر است که یک روز پیش از این، به همکاری ریاست زراعت قندهار و با حمایت مالی سازمان خواروبار و زراعت ملل متحد (FAO)، در پنج ولسوالی این ولایت بر ۳۷ هزار رأس مواشی کوچک واکسین وقایوی بیماری طاعون تطبیق شده بود و این روند در دیگر ولسوالی‌ها نیز ادامه دارد

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال د عوایدو راټولولو په برخه کې دویم مقام خپل کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال په اوږدو کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه تر لاسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د میدان وردګو جغتو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

 ۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د جغتو ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د کرکیلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۳۵
Background image

د کندهار دکرنې ریاست او انسټو پوهنتون ترمنځ دګډې همکارۍ په پار ناسته وشوه

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرشید منیب او د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون رییس مولوی شبیراحمد. . .

بازگشت