د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست مسلکي بستونو لپاره د تحریري ازموینې بهیر پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
روند اخذ امتحان تحریری برای استخدام بست‌های مسلکی ریاست اراضی وزارت زراعت آغاز شد

۲۸ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کار اهل کسانو ته د کار د سپارلو په موخه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د مسلکي بستونو لپاره د وړ داوطلبانو څخه د تحریري ازموینې اخیستلو بهیر د یاد وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري پیل شو.
دا ازموینه د کرنې وزارت د اراضۍ په ریاست کې د لسګونو خالي پوستونو د ګمارنې لپاره اخیستل شوې ده، ترڅو هغه نوماندان چې په بریالیتوب سره ازموینه کې بریالي شي د مسلکي کارکوونکو په توګه خالي پوستونو ته وګمارل شي.
د کرنې وزارت چارواکي وایي، دا بهیر د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د هدایت پر بنسټ ترسره کېږي، او بریالي کسان به د بیلابیلو  برخې د کارپوهانو په توګه به د ځمکو ریاست کې استخدام شي.
د دې ازموینې په لومړي پړاو کې، ۵۰ تنه د جی‌آی‌اِس او ځمک‌پوهنې د برخو فارغانو ګډون کړی، تر څو د بریالیتوب په صورت کې په ټاکلو بستونو کې دنده ترسره کړي او د خلکو به چوپړتیاوې وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۶
Background image

د کندهار بولدک کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۲۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۹:۲۹
Background image

کندهار کې د دوو مهمو چکډېمونو د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۲۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو آمریت د مستقیمې څارنې په ترڅ کې، د کښته شاولیکوټ ولسوالی د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا: پر سلګونو مالدارانو د څارویو خوراکې توکي ووېشل شول

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او»  په مالي ملاتړ او د افغان ځوانانو. . .

بازگشت