د لغمان په درېیو ولسوالیو کې ۱۵۶ بزګرانو ته د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۹:۳۳
د لغمان په درېیو ولسوالیو کې ۱۵۶ بزګرانو ته د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د خوړو او زده کړې نړۍوالې مؤسسې (ان،آی،اې) په مالي ملاتړ، د سویابینو د کرلو د هڅونې په موخه، د لغمان په مرکز مهترلام، علینګار او دولت‌شاه ولسوالیو کې ۱۵۶ مستحقو بزګرانو ته د سویابینو تخم او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پیل شو.
په دغه مرسته کې هر بزګر ته د نیم جریب ځمکې لپاره شپږ کیلوګرامه د سویابینو اصلاح شوی تخم، نهه کیلوګرامه توره کیمیاوي سره،۲.۵ کیلوګرامه سپینه کیمیاوي سره ورکول کېږي.
د مرستو د وېش مراسم د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد له لوري، د خوړو او زده کړې نړۍوالۍ مؤسسې د استازو په حضور کې، د مهترلام له مستحقو بزګرانو څخه رسماً پیل شول.
د وېش پر مهال، مولوي عبدالستار محمد له یادې مؤسسې مننه وکړه، چې د اړمنو بزګرانو ملاتړ کوي. نوموړي وویل، چې سویابین نه یوازې اقتصادي ارزښت لري، بلکې د ماشومانو د خوارځواکۍ په کمولو او د خلکو د غذایي رژیم د پیاوړتیا لپاره هم مهم نبات دی.
مولوي عبدالستار محمد له بزګرانو وغوښتل، چې یاد تخمونه د کرنې ریاست د مسلکي ټیم او د مؤسسې د تخنیکي کارکوونکو تر لارښوونې لاندې وکري، تر څو د کرکېلې بهیر اغېزناک واقع شي او مطلوب حاصل تر لاسه شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۵۱
Background image

د هلمند د قوریه‌لرونکو ټولنه سږکال یو میلیون مېوه لرونکي نیالګي تولید کړي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د قوریه‌لرونکو  ټولنې چارواکي وایي، چې سږکال یې د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ یو میلیون مثمر نیالګي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۳
Background image

د پکتیکا دوو ولسوالیو کې د خوړو خوندیتوب پروژه رسماً پیل شوه

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د ګومل او جانیخیل په ولسوالیو کې د «هیلتو»موسسې له‌خوا، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف.پي» په مالي ملاتړ او د پکتیکا د کرنې،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۹:۱۴
Background image

خوست کې د پخوانیو روږدو د ملاتړ او مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه وزې وېشل کېږي 

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمریت مسلکي ډاکټران، ډاکټر میرویس او ډاکټر محمد ایوب، د «اکشن. . .

بازگشت