ننګرهار کې د سټروسو نندارتون پرانیستل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۸ - ۱۵:۳۳
 ننګرهار کې د سټروسو نندارتون پرانیستل شوه

۱۸ لېندۍ ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بڼوالۍ د پرمختایي مرکز (PHDC) له خوا د کرنیز څېړنې د (فارم جدید یا نوي فارم) سټروس چې له هر اړخیز څېړنې وروسته یې ښه حاصل ورکړی وو، ددې ولایت د مقام په انګړ کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل، د ولایت مراستیالانو او یوشمېر سیمه ییزو چارواکو په شتون کې نندارې ته وړاندې کړ.
د یاد نندارتو په پرانیستونکي ویناکې د ننګرهار والي شاه محممود میاخېل د ننګرهار د کرنې ریاست مشرتابه او د څېړنیز مرکز د چارواکو له هر اړخیزو همکاریو او دې برخې ته د ښه پاملرنې له کبله مننه وکړه. ښاغلی میاخېل په دې ولایت کې د سټروسو د ښه حاصل یادونه او ستاینه وکړه. هغه په خپلو خبرو کې وویل، چې مرکزي حکومت سره په اړیکه کې به په ارګ کې د ننګرهار د سټروسو نندارېته زمینه برابروي ترڅو د مرکزي حکومت پام هم ننګرهار سټروسو ته ډېر شي.
په همدې حال کې، د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې په «فارم جدید» کې د سټروسو ۶۶ ډولونه شتون لري، چې نن نندارې ته وړاندې شوي دي.
ښاغلی بهسودي زیاتوي، چې په دې ډولونو کې ۱۲ کورني او ۵۴ بهرنۍ دي، چې له هر اړخیز څېړنې وروسته بڼوالو ته د کر په موخه وړاندې کیږي.
د ننګرهار د کرنې رییس زیاته کړه، چې دې فارم ته به نور هم زیات پام ور واړوي او د کروندګرو او بڼوالو لپاره به نورې ګڼې اسانتیاوې هم په دغه څېړنیز او رونیز مرکز کې رامنځته کړي.
د یاد څېړنیز او رونیز مرکز ځانګړې موخه دا ده، چې د بوټو هره بڼه پکې مطالعه، د ښه او خراب ډول توپیر پکې وشي.
دا مرکز د څېړونکو لپاره د ښې زمینې پر برابرولو سربېره بزګرانو ته د نبات هغه ډولونه ور پېژني، چې د سیمې د اوبو او هوا سره برابر وي، ښه مارکیټ اود ناروغیو پر وړاندې مقاومت ولري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت