پکتیکا کې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۳:۵۸
پکتیکا کې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د کانګو تبې وینه بهېدونکې ناروغۍ د مخنیوي په موخه یاد ولایت کې کمپاین پیل شو.
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وویل، چې د دغه کمپاین په لړ کې به زرګونه څاروي، غوجلې او د څارویو پېر- پلور ځایونه دواپاشي شي.
دوی زیاته کړه، چې دا پروګرام د سیمه ییزو وترنر ډاکترانو په مرسته پليکېږي، چې ډاکترانو ته د کانګو تبې ضد درمل، دواپاشي پمپونه، او د حفظ الصحې اړوند وسایل برابر شوي، تر څو د ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي.
کانګو تبه یوه خطرناکه وېروسي ناروغي ده، چې د کنو له لارې د څارویو او انسانانو ترمنځ انتقالېږي. 
د میدان وردګو د کرنې ریاست رهبرۍ د انسانانو خوندیتوب او د ناروغۍ د پراخېدو د مخنیوي په موخه دا ډول کمپاینونه ګټور بولي او نورو ولسوالیو ته یي د غځولو غوښتنه هم وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۱:۱
Background image

لښکرګاه بولان سیمه کې کروندګرو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي په اړه روزنیز پروګرام ترسره شو

۳۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارمندانو د لښکرګاه بولان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۹
Background image

د هلمند دکرنې رییس او ورسره مل پلاوي کجکي ولسوالی ته سفر وکړ

۳۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع  په مشرۍ یو ګډ پلاوي کجکي ولسوالی ته رسمي سفر ترسره کړ.
دغه سفر د افغانستان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۵
Background image

د پکتیکا جاني خېلو کې بزګرانو ته د بادامو بڼونه او لمریزې برېښنا ورکړه؛ د کوکنارو د بدیل پروګرام مهم ګام

۳۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کوکنارو د کښت د بدیل پروګرام په چوکاټ کې د پکتیا ولایت د جاني خېلو ولسوالی کې ۵۶ تنو بزګرانو ته د. . .

بازگشت