د کندهار خاکرېز ولسوالۍ کې د څارویو او کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو یو حوض جوړېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۹:۰
د کندهار خاکرېز ولسوالۍ کې د څارویو او کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو یو حوض جوړېږي

د کندهار ولایت د خاکرېز ولسوالۍ په سبزل کاریز سیمه کې د څارویو او کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو یو زيرمه‌ییز حوض د څه‌‌باندې ۷۱۳ زره افغانیو په لګښت جوړېږي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت، د اروپايي ټولنې په مالي او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ د خاکرېز ولسوالۍ سبزل کاریز سیمه کې د اوبو د ذخیرې یو پایداره حوض جوړېږي.
د یاد حوض د جوړېدو د پرانیستې په مراسمو کې د خاکرېز ولسوال مولوي سیف الرحمن، د کرنې ریاست او هالنډ کمیټې استازو، یو شمېر محلي مسؤلینو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.
د طبیعي سرچینو آمریت انجینر نورمحمد همکار وايي چې دا حوض به په تخنیکي ډول جوړ شي، چې ۲۰ متره اوږدوالی، ۱۰ متره پلنوالی او ۲ متره لوړوالی به ولري او د ودانیزو چارو بشپړېدو لپاره نږدې یوه میاشت وخت ته اړتیا ده.
په خبره یې، د دې حوض جوړېدو په لړ کې به ۶ فني او ۱۵ غیر فني کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي. دا حوض به د سبزل سیمې د کروندګرو او مالدارانو لپاره د اوبو د کمښت ستونزه هواره کړي، چې ۳۰ سلنه اوبه به د کرنیزو ځمکو، او ۷۰ سلنه د څارویو لپاره ځانګړې شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۲۶
Background image

کندهار کي د لمرګل نبات څخه د غوړیو تولید او ماشینري تصمیم نیونې په موخه د ترکیې ټېکا کمپنۍ سفر

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د نوروزي په څیړنیز فارم کي د غوړیو تولید او استخراج په موخه پر شاوخوا ۱۸۰ جریبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۲۶
Background image

دیوار استنادی ۱۰۰ متری در قریه آس ولایت بدخشان به بهره‌برداری سپرده شد

۳۱ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
یک دیوار استنادی به طول ۱۰۰ متر که به منظور جلوگیری از تخریبات دریای کوکچه در قریه آس ولایت بدخشان با همکاری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و توسط دفتر میشن. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

بازگشت