هلمند کې بڼوالو ته د انارو د نباتي کنو او مچ د مخنیوي په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۲:۱۸
هلمند کې بڼوالو ته د انارو د نباتي کنو او مچ د مخنیوي په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو


۱۹ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین لوی مدیریت مسلکي کارکوونکو، د لښکرګاه ښار قصبې سیمې یو شمېر بڼوال ته د انارو د نباتي ناروغیو او زیان رسوونکو مچانو د مخنیوي په اړه عامه پوهاوی ورکړ.
د عامه پوهاوی په دې پروسه کې د یاد مدیریت متخصصینو بڼ لرونکو ته تفصیلې معلومات ورکړل، چې څنګه کولی شي د انارو د حاصل پر وخت د نباتي کنو او مچانو له امله د حاصلاتو له زیان څخه مخنیوی وکړي. دوی بڼوالو ته د میخانیکي او کیمیاوي درملنې د سم وخت او سمې طریقې په اړه مشورې ورکړې.
د کرنې ریاست مسلکي کارکوونکو ټینګار وکړ چې که بڼوال پر وخت درملنه وکړي، کولای شي باکیفیته، سالم او د بازار له پاره وړ انارو حاصلات واخلي.
په ورته وخت کې د یادو  بڼوالو له خوا ددغه عامه پوهاوی هرکلی وشو، او زیاته یې کړه چې دا ډول مسلکي لارښوونې د دوی په تولیداتو مستقیم او مثبت اغېز لري.
د هلمند د کرنې ریاست مسؤلین هڅه کوي چې، د نباتاتو ساتنې پروګرامونه ددې ولایت په نورو برخو کې هم پراخ کړي، تر څو د مېوو د تولید کچه لوړه او د کروندګرو اقتصادي وضعیت لا ښه شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کندهار کې د پاکستاني کرنیزو درملو او ګامېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو او د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

د کرنې وزارت مرستیال په کندهار کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ستر چکډېم د جوړولو چارې پرانیستې

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شاولیکوټ. . .

بازگشت