د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د مالدارۍ فارم کې د ورځې نږدې ۳۰۰ لیټره شیدې تولیدېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۱:۵۸
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د مالدارۍ فارم کې د ورځې نږدې ۳۰۰ لیټره شیدې تولیدېږي

۱۲ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت چارواکي وايي، چې ددې رياست اړوند د مالدارۍ فارم، د شیدې د تولیداتو کچه د تېرکال په پرتله لوړه شوې ده. دغه فارم د ورځې لسګونه ليټره تازه شيدې توليدو او بازار ته وړاندې کوي. 
د چارواکو په خبره، یاد فارم چې د هډې فارم په ۱۷ جریبه ځمه کې جوړ شوی دی، په دغه فارم کې ۳۱۱ سره څاروي موجود دي، چې په کې غواګانې، خوسکیان او غوایان ... شتون لري، چې له ډلې غواګانو څخه ۴۶ سره غواګانې هره ورځ شېدې ورکوي او د درنو هېوادوالو خدمت ته وړاندې کېږي.
د یاد شرکت د چارواکو په وینا، د فارم څارنه، د حیواناتو مناسب خوراک، او د مالدارۍ دعصري میتودونو کارول د شېدو د ښه تولید او لوړېدواساسي لاملونه دي.
مسوولین زیاتوي، چې له یاد فارم څخه د ورځې له ۲۵۰ تر ۳۰۰ لیټره شېده ترلاسه او د هېوادوالو خدمت وړاندې کېږي. 
دوي وړاندې وايي، راتلونکې کې به د شېدو تولید نورهم لوړکړي، ددغه شرکت مسوولین زياتوي، د مالدارۍ صنعت ته د ودې ورکولو لپاره نوي ګامونه اخلي، چې موخه يې د مالدارۍ صنعت وده، د لبنياتو تولید لوړول، او د عصري روزنې له لارې د څارویو ساتنه ښه کول دي .
د کرنې او مالدارۍ متخصصینو په اند، د مالدارۍ صنعت ته وده ورکول کولی شي د اقتصاد پیاوړتیا ته ګټه ورسوي، همدارنګه که حکومت او خصوصي سکتور په ګډه د مالدارۍ صنعت ته پاملرنه وکړي، نو نه یوازې به مالداران ښه عاید ترلاسه کړي، بلکې د سیمې اقتصاد به هم پیاوړی شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کندهار کې د پاکستاني کرنیزو درملو او ګامېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو او د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

د کرنې وزارت مرستیال په کندهار کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ستر چکډېم د جوړولو چارې پرانیستې

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شاولیکوټ. . .

بازگشت