بغلان ولایت کې د نیالګي کېنولو کمپاین پیل شو  

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۹:۱۶
بغلان ولایت کې د نیالګي کېنولو کمپاین پیل شو  

په بغلان ولایت کې د «زرغون چاپېریال ساتنه» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو کمپاین د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري پیل شو.  
د دې کمپاین د پرانیستې مراسم د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي لعل جان راشد، د کرنې او مالدارۍ رئیس الحاج مولوي رحیم الله احدي، د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزيزي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمر، د چاپېریال ساتنې استازي انجنیر محمد ابراهیم عثماني، د طبیعي سرچینو آمر، همکارو مووسسو استازو او خبریالانو په حضور کې ترسره شول.  
د غونډې په پیل کې د کرنې رئیس د نیالګیو کېنولو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او له خلکو یې وغوښتل، چې په دې کمپاین کې فعاله ونډه واخلي. ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي لعل جان راشد، د کرنې ریاست د هڅو ستاینه وکړه او له ټولو وګړو یې وغوښتل، چې د هېواد د زرغونتیا لپاره د نیالګیو کېنولو ته پاملرنه وکړي.  
د چاپېریال ساتنې استازي محمد ابراهیم عثماني د زرغون چاپېریال او طبیعي سرچینو د ساتنې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د کرنې ریاست د همکارو مووسسو په مرسته پلان لري، چې سږ کال څه‌باندې ۱۲۳زره مېوه لرونکي او بې‌میوې نیالګي په بېلابېلو سیمو کې کېنوي.  
د نیالګي کېنولو کمپاین د رسنیو په حضور کې، د مسوولینو له لوري په رسمي ډول د نیالګیو په کېنولو سره پیل شو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۱:۱۵
Background image

لوګر کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
دلوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت، ددې ولایت مرکز پُل علم اړوند کوډلي سمه کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه.
په دې مناسبت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۹:۲۲
Background image

ننګرهار کې د کچالو د صفر انرژۍ زېرمه تونونو رغنیزې چارې پیل شوې

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت بزګرانو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار د سړوخونو او صفر انرژۍ زېرمتونونو د جوړولو په لړ کې داځل د ملګرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۹:۲۰
Background image

د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو بهیر د ارزونې په موخه کندزولایت ته د کرنې وزارت د مالي او حسابي رییس سفر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو د طرزالعمل د تطبیق د بهیر د ارزونې په موخه کندز ولایت ته سفر وکړ.
دغه سفر د. . .

بازگشت