په بهسودو ولسوالۍ کې بزګرانو ته د نمایشي قطعاتو روزنه ورکړل شوه  

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۵:۴۶

۸ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت، د بهسودو ولسوالۍ د غله‌جاتو، تیلي بوټو او حبوباتو مدیریت له لوري، ځینو بزګرانو ته د غنمو د نمایشي قطعاتو په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو.
د یاد روزنیز پروګرام موخه د بزګرانو د ظرفیت لوړول، د اصلاح شویو ورایټیو رواجول، د پاشان او کتاري کرنې ترمنځ د توپیر څرګندول او د آفتونو او ناروغیو د کنټرول میتودونه معرفي کول وو.  
همدارنګه، بزګرانو ته د کرنیزو تجربو او نظریو د تبادلې، د کښت مناسب وخت، د تخم د شیندلو طریقې، د هرزه بوټو کنټرول، کرنیز تناوب او د عضوي او کیمیاوي سرو د استعمال په اړه لازمې لارښوونې وشوې.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د روسیې د انرژۍ وزارت له مرستیال سره وکتل


۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري،د یوه پلاوي په ملتيا د ۲۰۲۵ کال د روسیې د اقتصادي کنفرانس په څنډه کې د دغه هېواد د انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر او مل پلاوي یې د روسیې له ځینو پانګوالو سره وکتل

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري، د صنعت، سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو د لوړپوړو چارواکو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د روسیې د کرنې وزارت مرستیال سره په سن‌پیترزبورګ کې وکتل

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، چې د روسیې ۲۰۲۵ اقتصادي کنفرانس کې د ګډون په موخه د یو. . .

بازگشت