د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د قوریه‌دارانو ملي مووسسې له مسؤولینو سره وکتل 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۴:۴
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د قوریه‌دارانو ملي مووسسې له مسؤولینو سره وکتل 

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان د قوریه‌دارانو ملي مووسسې (ممقا) له مسؤولینو سره وکتل او د مثمر او غیر مثمر نیالګیو د تولید ظرفیت، ډولونو او کیفیت په اړه یې خبرې وکړې.
په دې ناسته کې مولوي صدراعظم عثماني ټینګار وکړ چې قوریه‌داران باید تصدیق‌شوي او حاصل ورکوونکي نیالګي تولید او ترویج کړي. نوموړي زیاته کړه: «بڼوال او موسسات باید د هېواد له داخلي تولیداتو ګټه واخلي او یوازې د اړتیا په صورت کې دې د نیالګيو نور ډولونه له بهره وارد شي.»
د قوریه‌دارانو ملي مووسسې مسؤولینو وویل چې دوی د حاصل ورکوونکو نیالګیو د بېلابېلو ډولونو د تولید ظرفیت لري او په مرکز او ولایتونو کې د نیالګیو د تولید امکانات برابر دي.
د پسرلي د رانږدې کېدو په درشل کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلان لري، چې د خلکو او بڼوالو د تشویق لپاره د نیالګیو اېښودو ملي کمپاین پیل کړي. د هېواد په بېلابېلو زونونو کې د مثمرو او غیرمثمرو نیالګیو د نویو ډولونو ترویج، د دې وزارت له اساسي موخو څخه دی.

دیدار معین زراعت و مالداری با مسئولین موسسه ملی قوریه‌داران افغانستان
۳۰ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، با مسئولین موسسه ملی قوریه‌داران افغانستان «ممقا» دیدار کرد و در مورد ظرفیت تولید، نوعیت و کیفیت نهال‌های مثمر و غیرمثمر گفتگو نمود.
در این دیدار، مولوی صدراعظم عثمانی تأکید کرد که قوریه‌داران باید نهال‌های تصدیق‌شده و پربار را تولید و ترویج کنند. او افزود: «باغداران و موسسات باید از تولیدات داخلی استفاده کنند و تنها در صورت ضرورت، نهال‌های متنوع از خارج وارد گردد.»
مسئولین موسسه ملی قوریه‌داران افغانستان نیز بیان کردند که این موسسه توانایی تولید ورایتی‌های مختلف نهال‌های پربار را دارد و ظرفیت تولید بیشتر نهال در مرکز و ولایات فراهم است.
با نزدیک شدن فصل بهار، وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تصمیم دارد کمپاین ملی نهال‌شانی را به‌منظور تشویق مردم و باغداران راه‌اندازی کند. ترویج ورایتی‌های جدید نهال‌های مثمر و غیرمثمر در زون‌های مختلف کشور از اهداف عمده این وزارت می‌باشد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کندهار سپین بولدک کې د سلګونه پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ، د سپین بولدک ولسوالۍ د کرنې، مالدارۍ او امنیتي ادارو په ګډو هڅو، د څارویو د قاچاق د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۵
Background image

بغلان ولایت کې څه‌باندې پنځه زره مټریک ټنه غنم پېرل او زېرمه کېږي

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ، د غنمو د بیې د کنټرول، د احتکار د مخنیوي، له کروندګرو سره د اقتصادي مرستې، او بېړنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۳
Background image

کندهار کې د پنبې تخنیکي روزنې پروګرام پیل شو

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې یو ان او ډي سي او د. . .

بازگشت