د هلمند ګرشک ولسوالی کي د کبانو د پېر-پلور له مارکیټ څخه لیدنه او څارنه وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۴:۳
د هلمند ګرشک ولسوالی کي د کبانو د پېر-پلور له مارکیټ څخه لیدنه او څارنه وشوه

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر الحاج مولوي محمدعمر (ابویاسر) او نورو مسلکي کارکوونکو ګرشک ولسوالی کي د کبانو د پېر-پلور او پخلنځایونو څخه لیدنه او ارزونه ترسره کړه. 
ددغه څارني پر مهال په ګرشک ولسوالی کې دیادو مارکېټونو د کبانو پخلنځیو او کاروباریانو ته جدي سپارښتنې شوې، چي پرته د فارمو له کبانو څخه، د عمومي سیند، زابرانو او کانالونو کي د طبیعي کبانو له ښکار څخه په کلکه ډډه وکړي، کوم اشخاص او افراد چي ورته عمل تکرار کړي هټۍ به یې تړل کېږي او عاملین به یې عدلي او قضایي ادارو ته ورپېژندل کېږي.
ددې ترڅنګ ځایي کب پلورونکو خپلې ستونزې او غوښتنې له اړونده مسؤلینو سره شریکې کړې، چې د حل په برخه کې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کندهار سپین بولدک کې د سلګونه پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ، د سپین بولدک ولسوالۍ د کرنې، مالدارۍ او امنیتي ادارو په ګډو هڅو، د څارویو د قاچاق د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۵
Background image

بغلان ولایت کې څه‌باندې پنځه زره مټریک ټنه غنم پېرل او زېرمه کېږي

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ، د غنمو د بیې د کنټرول، د احتکار د مخنیوي، له کروندګرو سره د اقتصادي مرستې، او بېړنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۳
Background image

کندهار کې د پنبې تخنیکي روزنې پروګرام پیل شو

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې یو ان او ډي سي او د. . .

بازگشت