ننګرهار کې پر ۷۵ جریبه ځمکه د چارمغزو بڼونه جوړ شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۰:۸
ننګرهار کې پر ۷۵ جریبه ځمکه د چارمغزو بڼونه جوړ شول

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دیو میلیون او پینځه زره افغانیو په لګښت ۷۵ جریبه د چارمغزو بڼونه جوړ شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي زېرمو امر قاري کاهون عبدالرحمن اتل وویل، چې د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې پر مټ د ننګرهار په خوږیاڼو، حصارک، شېرزاد، پچیراګام او هسکي مېنې ولسوالیو کې  ۶۸ بڼوالو ته د چارمغزو بڼونه جوړکړل.
ښاغلي اتل وویل، چې په یادو ولسوالیو کې یې بڼوالو ته د چارمغزو ۶ زره نیالګي دمصنوعي ځنګلو بیا رغولو، د کار زمېني برابرولو، چارمغزو حاصل زیاتوالي او د بڼوالو اقتصادې پیاوړتیا په موخه کېنولې.
نوموړې وویل، چې تېر کال هم په حصارک او ځینو نورو ولسوالیو کې د همکارو مؤسسو په مرسته د چارمغزو سلګونه اصله نیالګي بڼوالو ته وېشلي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت