د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رییس سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۵:۱
د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رییس سره وکتل

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، د خپل کارپه دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (یو،ان،ډي،پي) رییس ستیفن رودریکویس او د دې ادارې د (سیبارډ)  پروژې رییس ویداست ګاتي بوکا سره وکتل.
په دې ناسته کې د اوبولګولو پروژو پر پلي کولو، د کوکنارو بدیل پروګرامونو، د چکډېمونو او د اوبو لګولو کانالونو جوړولو، د شنو خونو جوړولو، بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو وسایلو د وېش په اړه خبرې اترې او نظرونه تبادله شول.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس د دې ادارې له خوا د کرنیزو پروژو د تطبیق او د فعالیتونو د همغږۍ پر ژمنتیا ټینګار وکړ. هغه د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی د چکډېم او د پکتیا ولایت یو شمېر نورو پروژو د پرمختګ راپور وړاندې کړ او د دغو پروژو د عملي کېدو لپاره یې د کرنې وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې، مولوي عطاالله عمري د اسلامي امارت له خوا له بشري مرستندویه ادارو سره د همکارۍ یادونه وکړه او د اوبو سرچینو مدیریت پر اهمیت یې ټینګار وکړ. نوموړي د هېواد د بډایه اوبو سرچینو ته په اشاره، وړاندیز وکړ چې د کونړ، آمو، مرغاب او هریرود سیندونو په مسیر کې دې د اوبو زېرمې، کانالونه او چکډمونه جوړ شي، تر څو بزګرانو ته د کرنې په برخه کې غوره اسانتیاوې برابرې شي.
د کرنې وزیر همداراز د راتلونکو پروژو د تطبیق پر اړتیا ټینګار وکړ، چې باید کرنه، مالدارۍ، اقلیمي بدلونونه، د اوبو لګولو عصري میتودونه (څاڅکې اوبه خور)، د کرنیزو محصولاتو پروسس، د خصوصي سکتور سره همکاري، او د فارم‌مالدارۍ پراختیا پکې شامل وي.د کرنې وزیر دغه راز د کرنې وزارت او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ غوښتنه هم وکړه.

دیدار وزیر زراعت با رئیس برنامه عمران سازمان ملل متحد 
۱۳ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، در دفتر کارش با ستیفن رودریکویس، رئیس برنامه عمران سازمان ملل متحد (UNDP) در افغانستان و ویداست گاتی بوکا، رئیس پروژه CBARD این سازمان، دیدار کرد.
در این نشست، درباره تطبیق پروژه‌های آبیاری، برنامه‌های بدیل کوکنار، اعمار چکدم‌ها و کانال‌های آبیاری، ایجاد سبزخانه‌ها، توزیع تخم‌های بذری و وسایل زراعتی برای دهقانان بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
رئیس برنامه عمران سازمان ملل بر تعهد این سازمان در تطبیق پروژه‌ها و هماهنگی فعالیت‌ها تأکید کرد و از پیشرفت کار در ساخت چکدم ولسوالی تخته‌پل ولایت قندهار و برخی پروژه‌های دیگر در ولایت پکتیا گزارش داد. وی همچنین خواستار همکاری وزارت زراعت در اجرای این پروژه‌ها شد.
در ادامه، مولوی عطاءالله عمری از همکاری امارت اسلامی افغانستان با سازمان‌های مددرسان سخن گفت و بر اهمیت مدیریت منابع آبی تأکید کرد. وی با اشاره به فراوانی منابع آبی کشور، پیشنهاد کرد که با اعمار کانال‌ها، چکدم‌ها و ذخیره‌های آب در مسیر دریای کنر، آمو، مرغاب و هریرود، زمینه استفاده بهینه برای زراعت و دهقانان فراهم شود.
وزیر زراعت همچنین بر اجرای پروژه‌های آینده با درنظرگرفتن زراعت، مالداری، تغییرات اقلیمی، آبیاری قطره‌ای، پروسس محصولات زراعتی، همکاری با سکتور خصوصی و راه‌اندازی مالداری فارمی تأکید کرد و خواستار هماهنگی بیشتر میان این سازمان و وزارت زراعت شد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۳۷
Background image

د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالی کې د حیواني کلینیکونو د فعالیتونو څارنه ترسره شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر، مفتي عزیزالرحمن عزیز، په مشرۍ ګډ پلاوي د خوږیاڼو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د یو شمېر حیواني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۲۲
Background image

لغمان کې ۵۰۰ مالدارانو ته د علفې میده کولو ماشینونه او منرالي خښتې ووېشل شوې

د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې نړۍوالې ادارې «افاې»‌او په مالي ملاتړ او د«ان‌سي‌اراو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د مهترلام ښار ۵۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۲۲
Background image

بغلان کې د شاتو تولید مخ پر زیاتېدو؛ ۳۸۰ فارمونه په کلني ډول تر ۳۵ مټریک ټنه شات تولیدوي

د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤولین وایي، په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې او د شاتو تولید په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او دا مهال شاوخوا ۳۸۰ د شاتو تولید فارمونه په. . .

بازگشت