د هلمند د کرنې رییس مرکزي ګدامونو کې د زېرمه شوو غنمو څخه لیدنه وکړه 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۰:۲۹
د هلمند د کرنې رییس مرکزي ګدامونو کې د زېرمه شوو غنمو څخه لیدنه وکړه 

۶ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج مرکز لښکرګاه کې د زېرمه شوو غنمو څخه له نږدې لیدنه وکړه.
ددغې لیدنې پر مهال مالي او اداري، د اجناسو محاسبې مدیرانو او جنسي معتمد هم حضور درلود.
د هلمند دکرنې رییس په مرکزي ګدامونو کې د ځای پر ځای شوو غنمو د حفظ او مراقبت چارې له نږدې ولیدلې، هغه همدارنګه مسؤلو کارکوونکو ته د غنمو د ښه حفاظت په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
د هلمند دکرنې رییس همدارنګه د یادو زېرمتونو د ځینو برخو د ترمیمولو، او هلته د اړتیاؤ د پوره کولو برخه کې مربوطه مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۲:۵۹
Background image

د کندهار نېش ولسوالی کې د ۲.۹ میلیونه افغانیو په لګښت چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۲۲
Background image

د میدان وردګو ولایت کرنې ریاست کې د شنو خونو د جوړولو کار پیل شو

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د میدان وردګو ولایت د کرنې په ریاست کې د شنو خونو د جوړولو چارې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۸
Background image

ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ په بېلا بېلو برخو کې پروژې پلي کېږي

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو او د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» د. . .

بازگشت