د بغلان ډنډغوري کې د حیواني درملتونونو څارنه وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۱:۸
د بغلان ډنډغوري کې د حیواني درملتونونو څارنه وشوه

۲۹ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
دبغلان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسلکي کارکوونکو له خوا، ددې لپاره چې په دې ولایت کې د بې کیفیته درملو مخنیوی ترسره شي، د یاد ولایت د ډنډغوري په ولسوالی کې یو شمېر حیواني درملتونونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پلور څخه ډډه وکړي، نباتي او حیواني درمل سره جلا کړي، د درملتونونو او وترنریو پاکوالي او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس خپلې چارې په اصولي ډول مخې ته یوسي.
همدارنګه هغه هټۍ چې د فعاليت د جوازونو وخت يې تېر او یایې جوازونه نه درلودل  درمل پلورنځئ یې وتړل شوې، ددې ترڅنګ دوی ته لارښودنه وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایې نوي کړي او هغه درمل پلورنځي چې غیر مسلکي کسانو پکې کار کاوه ورته په جدي ډول لازمې سپارښتنې وشوې.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه د غیر مسلکي کسانو، د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو د پلور او د غير قانونې درملو مخنيوی ښودل شوي.ش

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د روسیې د انرژۍ وزارت له مرستیال سره وکتل


۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري،د یوه پلاوي په ملتيا د ۲۰۲۵ کال د روسیې د اقتصادي کنفرانس په څنډه کې د دغه هېواد د انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر او مل پلاوي یې د روسیې له ځینو پانګوالو سره وکتل

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري، د صنعت، سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو د لوړپوړو چارواکو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د روسیې د کرنې وزارت مرستیال سره په سن‌پیترزبورګ کې وکتل

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، چې د روسیې ۲۰۲۵ اقتصادي کنفرانس کې د ګډون په موخه د یو. . .

بازگشت