د کندهار خاکریز کې د چکډیم د ودانیزو چارو پرمختګ  

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۳:۵۷
د کندهار خاکریز کې د چکډیم د ودانیزو چارو پرمختګ  

۲۱ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دخاکریز په ولسوالی کې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د چکډیم ودانیزې چارې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو روانې دي، چې تر دې دمه یې ۷۰ سلنه پرمختګ کړی دی. د دې پروژې چارې د افغانستان کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په مالي ملاتړ او د یو خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکارۍ ترسره کېږي.
د یاد چکډیم د چارو د پرمختګ او کیفیت د ارزونې په موخه د افغانستان کرنې وزارت استازي انجنیر محمد یونس توتاخیل او د کندهار د طبیعي سرچینو آمر انجنیر سلیمان څاګر له لوري څارنه وشوه. په دې ترڅ کې د ودانیزو چارو هر اړخیزه کتنه ترسره شوه او د انجینرانو له لوري د چارو د لا ښه‌والي او کیفیت لوړولو لپاره سپارښتنې وړاندې شوې.
دا چکډیم د ۸۷ متره اوږدوالي، ۴ متره پراخوالي او ۷ مترو په لوړوالي سره په اساسي او پایدار ډول جوړېږي. د دې پروژې په ترڅ کې ۱۰ کسانو ته په فني برخو او ۱۵ کسانو ته په غیرفني برخو کې د کار زمینه برابره شوې ده. د چکډیم پاتې چارې به د درېیو اونیو په موده کې بشپړې شي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.  .
یاده دې وي چې په همدې ورځ په خاکریز ولسوالۍ کې د یو حوض د جوړېدو تخنیکي سروې هم بشپړه شوې، چې د جوړېدو چارې به یې د روانې اونۍ په اوږدو کې پیل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د خوست علیشیرو او تریزیو ولسوالی کې د ۱۱ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د عليشیرو او تریزیو ولسوالیو کرنیزو چارو مدیریت په همغږۍ، د ملګرو ملتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د ننګرهار کرنې ریاست د هلال ګروپ د کرل شويو سویابینو او شولو لومړنی پلټنه ترسره کړه

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد کرنیز سکتور د پیاوړتیا او کروندګرو ته د باکیفیته تخمونو د عرضې په موخه، هلال ګروپ د سویابینو او شولو کر ترسره کړی، څو له هغې څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۶:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا شهيدانو او معلولينو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد. . .

بازگشت