پکتیکا کې د چرګانو روزنې ټولنه جوړه شوه

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۳ - ۱۵:۲۴
 پکتیکا کې د چرګانو روزنې ټولنه جوړه شوه

۱۳ لړم ۱۳۹۸
د پکتیکا ولایت د چرګانو روزنې فارم لرونکو په دې ولایت کې د چرګانو روزنې د فارمونو د وضعیت د ښه والي او په خپلو چاروکو د ښه همغږی په پار یوه ټولنه جوړه کړه.
دغه ټولنه د پکتیکا د کرنې ریاست په مرسته جوړه شوې ده. د پکتیکا د کرنې ریاست وایي، چې د چرګانو روزنې دغه ټولنه له دغو فارم لرونکو سره مرسته کوي، چې ملي مارکیټونو ته لار پیدا کړي.
ددې ټولنې په جوړېدو سره د پکتیکا ولایت د چرګانو روزنې ټول فارم لرونکي سره همغږي کیږي او له دې لارې په مارکیټ کې د رقابت ځواک پیداکوي.
د پکتیکا د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې یاده اداره د چرګانو روزنې له فارم لرونکو سره هر راز همکارۍ ته ژمن دی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت