ننګرهار کې د شولو تولیدوونکو او پروسس کوونکو ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۲ - ۱۳:۸
 ننګرهار کې د شولو تولیدوونکو او پروسس کوونکو ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

۱۲ لړم ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروګرام «SNaPP2» په همکارۍ په ننګرهار کې د شولو تولیدونکو او پروسس کوونکو ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه د کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې په موخه د شولې تولیدوونکو او د شولو پروسس او وریجو تولیدوونکو شرکتونو ترمنځ لاسلیک شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر سمیع الله نصرت وویل، چې د یادو هوکړه لیکونو موخه د پروسس د کمپنیو (میلونو) سره د تولیدوونکو نښلول دي تر څو له یوې خوا د تولیدوونکو محصولاتو ته بازار موندنه وشي او له بلې خوا پروسسکوونکو ته خام توکي برابر شي.
د يادونې وړ ده چې، د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروګرام له خوا پر دغو بزګرانو د شولو اصلاح شوی تخم، سره او کاري توکي وېشل شوې او همدارنګه د شولو په کرودندو کې د مهارتونو په هکله بېلابېل روزنې هم دغو بزګرانو ته ورکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت