د چپرهار ولسوالۍ مشرانو د ننګرهار دکرنې رییس سره د بزګرانو او مالدارانو ستونزې شریکې کړې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۵:۴۰
د چپرهار ولسوالۍ مشرانو د ننګرهار دکرنې رییس سره د بزګرانو او مالدارانو ستونزې شریکې کړې

۱۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د چپرهار ولسوالۍ قومي مخورو او مشرانو د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن سره د چپرهار ولسوالۍ د بزګرانو او مالدارانو ستونزو حل په موخه وکتل.
د قومي مخورو په استازیتوب ملک محکم دولتزی او ملک غظیم خان خبرې وکړې او په چپرهار ولسوالۍ کې د کرنې او مالدارۍ برخي د ستونزو حل او فرصتونو معلومات وړاندې وکړل.
ملک محکم خان دولتزی وویل چپرهار ولسوالۍ یو له هغو ولسوالیو ده چې وچکالۍ ډېر ځپلي او بزګران او مالداران له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
نوموړي زیاته چې په چپرهار ولسوالۍ کې د ځمکي لاندې اوبو سطحه ورځ تر بلې په کمېدو ده نو د لوړوالي په موخه باید په چپرهار ولسوالۍ کې چکډېمونه، کاریزونو پاکول، رغول، بندونه، سر بندونه او ورخونه جوړ شي.
دغه راز یې د اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو، بڼوالۍ، چرګانو وړو فارمونو، څارویو واکسینونو،حیواني خوراکي او ګڼو نورو برخو کې خپلې غوښتنې او ستونزې شریکې کړې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن راغلو مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ننګرهار د کرنې رییس وویل د همکارو موسساتو سره په اړیکه کې دي ترڅو هغو ولسوالیو ته چې وچکالۍ او طبیعي پیښو ځپلي جدي پاملرنه وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

بازگشت