د بروسلوز او طاعون پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۴ - ۱۵:۴۱
د بروسلوز او طاعون پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو

۱۴ تله ۱۳۹۸
د حیواني روغتیا ریاست او د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه نن، د یوې برنامې په ترڅ کې د وړو شخوند وهونکو څارویو د طاعون او دغه راز د څارویو د بروسلوز ناروغیو پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل کړ.
دغه کمپان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی له خوا پیل شو.ددې کمپاین په پیل کې ښاغلي درانی د یاد سکټور د اهمیت په هکله وویل: «ددې هېواد امنیت او ټیکاو هم کرنې وزارت پورې تړلې ده، له کاري فرصتونو نیولي، د خوړو امنیت او خوندیتوب او بالاخبره د انساني روغتیا بنسټ هم په دې برخې پورې تړلې ده.»
دغه راز ښاغلي درانی ددې سکټور پر اقتصادي اهمیت هم خبرې وکړې: «ددې سکټور له لارې کولای شو چې میلیونونه ډالر عواید ولرو، که هغه غوښې، پوستکي، وړۍ، لبنیات او نور اقلام وي؛ په همدې موخه، د مالدارۍ برخې ته پاملرنه زموږ مهم او اساسي مسوولیت دی باید دې برخې ته جدې پاملرنه ولرو. له ټولو مرستندویو نهادونو څخه چې له موږ سره یې مالي مرستې کړي دي مننه کوو او له ټولو نه یې د همکاریو غوښتنه کوو، ترڅو وکولای شو، چې یوه ورځ پر خپلو پښو ودرېږو.»
د کرنې وزیر وویل، چې د لابراټوار په برخه کې مو ستونزې درلودې، چې دا ستونزه مو سږ کال هواره کړه.
د کرنې وزارت د حیواني روغتیا ریاست د چارواکو په خبره سږکال یاد ریاست د «روغ حیوان، روغ محصول او روغه ټولنه» په موخه په پام کې لري، چې په ټول هېواد کې د بروسلوز ضد درې میلیون واکسین او دغه راز د وړو شخوند وهونکو څارویو د طاعون یا «پي پي ار» ضد درې میلیون واکسین پلي کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۴
Background image

د کرنې وزارت پلاوي د سرپل د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ موظف پلاوي د عوایدو د وضعیت د هر اړخیزې ارزونې، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

بازگشت